د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

په بدخشان کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ جګړه شوې


په افغانستان کې د مقاومت جبهې غړي
په افغانستان کې د مقاومت جبهې غړي

په بدخشان کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ جګړه شوې.

په بدخشان ولایت کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ جګړه د دواړو لوریو له خوا تاييد شوې ده.

په بدخشان کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معاذالدین احمدي وايي، د بدخشان د څلورو ولسوالیو ترمنځ د شېوې په سیمه کې نښتې شوي چې د نوموړي په وینا په دې نښتو کې دوی د مقاومت جبهې څلور وسله وال وژلي او ۲ یې ژوندي نیولي دي.

احمدي زیاتوي: "یو شمېر مخالفان چې ۲۰ یا ۳۰ کسه وو، د یفتل، ارغنج خواه، شغنان او راغستان ولسوالیو ترمنځ د شېوې په سیمه کې راټول شوي وو او غوښتل یې چې د امارت خلاف فعالیتونه وکړي چې تعاقبي حملې پرې روانې دي. هغه راپور چې اوس رارسېدلی، څلور مخالفان وژل شوي او ۲ له وسلو سره ژوندي نیول شوي دي، همدا راز هغه مهمې سیمې چې دوی په کې ځای پر ځای کېدل، ترې ونیول شوې."

له دې مخکې په ټولنیزو شبکو کې داسې ادعاوې هم مطرح شوې وې چې په بدخشان کې د عبدالحمید مجاهد په نوم د طالبانو یو مشهور قومندان له خپلو لسګونو کسانو سره د مقاومت له جبهې سره يو ځای شوی دی، خو معزالدین احمدي نوموړی خپل یو عادي کس بولي چې د دوی له مخالفې جبهې سره یو ځای شوی دی.

د طالبانو حکومت د ادعاوو په اړه مو د مقاومت جبهې له ویاند صبغت احمدي څخه هم وپوښتل، نوموړي په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې خو پرون یې پر خپل ټوېټر لیکلي و چې په ۲ وروستیو ورځو کې د دوی وسله وال په بدخشان کې له سختې ازموینې څخه تېر شوي دي.

احمدي په دې ټوېټ کې مخالف او خپل لوري ته د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه پورې کومې خپلواکې سرچینې هم د دغه نښتو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي او نه کوم شمېر چې طالبانو د بدخشان په جګړه کې د وژل شویو او نیول شویو په اړه وړاندې کړی تایید کړی دی.

د تېر جمهوري حکومت د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح
د تېر جمهوري حکومت د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

بلخوا د تېر جمهوري حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح چې اوس د مقاومت جبهې غړی دی، هم پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په بدخشان کې د طالبانو خلاف د مقاومت جبهې جګړه تایید کړې او ستایلې ده.

په بدخشان کې داسې مهال د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ د وسله والو نښتو راپورونه خپرېږي، چې تر دې مخکې په پنجشېر او بغلان کې هم د دواړو لوریو ترمنځ وسله والې نښتې شوې وې.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو سره د مقاومت ملي جبهه د دوی په وړاندې رامنځه او وخت په وخت یې د طالب ځواکونو په وړاندې وسله والو تحرکات ترسره کړي دي.

دغې جبهې د روان لمریز کال د وږي په ۱۳ مه طابان د سیمه ییزو محاکمو، زنداني کولو، شکنجه کولو او د پخواني رژیم د کارکوونکو د وژلو په ګډون له بشري حقونو څخه په سرغړونې هم تورن کړي وه، خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی دا ادعا رد کړې وه.

مجاهد دا ادعاوې پروپاګند او اوازې بللې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG