د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

د وژل شوي 'همجنس‌باز' محصل پر ځای د صفي الله احمدي عکس خپرېدو ادعا او غبرګون


ارشيف
ارشيف

وروسته له هغې چې یوې برېټانیاوۍ ورځپاڼې ګارډین د طالبانو له لوري د کابل پوهنتون د طب پوهنځي محصل حامد صبوري د وژلو ادعا وکړه اوس په ټولنیزو رسنیو کې د صفي الله احمدي په نوم یو ځوان ویډیو خپره کړې او ویلي، چې له دغه راپور سره د ده عکس خپور شوی دی.

دغه ځوان وايي، حیثت ته یې زیان رسېدلی او له رسنیو د وضاحت غوښتنه کوي.

نوموړی وايي: "زه صفي الله احمدي یم، له بده مرغه هغه موضوع چې ګارډین ورځپاڼې زما له عکس نه په استفادې سره خپره کړې او په‌کې ادعا شوې چې زه همجنس‌باز یم او له د درې ورځو شکنجې نه وروسته وژل شوی یم حقیقت نه‌لري، د ګارډین او هغه رسنیو چې دا راپور خپور کړی باید په دې برخه کې ځواب ووايي او زه غواړم وکیل ونیسم او د خپل حیثت ادعا وکړم."

"زه غواړم وکیل ونیسم او د خپل حیثت ادعا وکړم."

موږ هڅه وکړه چې د صفي الله احمدي سره په اړیکه کې شو خو له ډېرو هڅو سره بریالي نه‌شو.

برېټانیاوۍ ورځپاڼې ګارډین د روان کال د اکټوبر میاشتې په ۱۸مه په یو راپور کې وویل، طالبانو د کابل پوهنتون یو همجنس‌باز محصل اعدام کړی او ویډیو یې د هغه کورنۍ ته لېږلې ده.

دغې ورځپاڼې د بشري حقونو د یوې ډلې په حواله راپور ورکړی، چې د طب پوهنځي محصل حامد صبوري، په تېره اګست میاشت کې تر تښتول کېدو درې ورځې وروسته د شکنجې په نتیجه کې ساه ورکړې.

ګارډين ورځپاڼه
ګارډين ورځپاڼه

راپور وايي، د صبوري کورنۍ د ځان د خوندیتوب لپاره له افغانستانه وتلې او د طالبانو له ډاره د دغه محصل د مرګ خبر څو میاشتې وروسته خپرېږي.

خود یادونې ده، چې ګارډین ورځپاڼې بیا وروسته له خپل راپور سره خپور شوی عکس لرې کړ.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت بیا په دې اړه خپاره شوي راپورنه درواغ بولي.

"کابل پوهنتون نه د طب پوهنځی لري او نه په‌دې نوم کوم محصل لري."

د دې وزارت ویاند احمد تقي ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې لیکلي: "ځينو رسنيو شايعه خپره کړې چې د کابل پوهنتون طب پوهنځي محصل حامد صبوري د امارت مسؤلينو له‌خوا شکنجه او وژل شوی هیڅ حقيقت نه‌لري، کابل پوهنتون نه د طب پوهنځی لري او نه په‌دې نوم کوم محصل لري."

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې نړېوالو سازمانونو په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه جدي اندېښنې ښودلي او له طالبانو یې غوښتي چې د افغانانو بشري حقونه نقض نه‌کړي.

XS
SM
MD
LG