د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

د کرېکټ نړيوال جام؛ نن هالنډ د زيمبابوې او بنګله‌دېش له هند سره مخامخ کېږي


د زمبابوې کرېکټ لوبډلې لوبغاړي
د زمبابوې کرېکټ لوبډلې لوبغاړي

د نن ورځې لومړۍ مسابقه د هالنډ او زیمبابوې ترمنځ ده، چې د کابل پر وخت سهار اته نیمې بجې د اسټرالیا په اډالېډ (Adelaide) ښار کې پیلېږي.

دویمه مسابقه بیا د کابل پر وخت د غرمې پر دولس نیمو بجو د بنګله‌دېش او هند ترمنځ ده، چې دا څلور واړه ټیمونه په دویم ګروپ کې شامل دي.

د دویم ګروپ د جدول په سر کې جنوبي افریقا او بیا هندوستان راغلي، چې جنوبي افریقا تر اوسه ۵ او هندوستان ۴ نومرې یا امتیازونه لري.

افغانستان چې پرونۍ لوبه ورڅخه سرېلانکا په شپږو ویکټو وګټله، د نیمه پایلوبې پړاو ته یې د لار موندنې چانس خورا کم شوی دی.

افغانستان یوه مسابقه انګلستان ته بایللې، یوه مسابقه یې له ایرلنډ او بله له نیوزیلنډ سره د باران له کبله لغوه شوه، خو له هرې لغوه شوې لوبې یې یوه- یوه نومره ترلاسه کړه، چې دوې نومرې دي.

پرون سرېلانکا له افغانستان لوبه وګټله او په دې سره افغان لوبډلې نيمه پايلوبې ته د وتلو چانس له لاسه ورکړ.
پرون سرېلانکا له افغانستان لوبه وګټله او په دې سره افغان لوبډلې نيمه پايلوبې ته د وتلو چانس له لاسه ورکړ.

افغان لوبډله په لومړي ګروپ کې د نړۍ له پیاوړو ټیمونو سره برابر شوې، د دغه ګروپ په سر کې نن سبا نیوزیلنډ او انګلستان دي، چې هر یو دا مهال پنځه- پنځه نومرې لري.

خبریال او د کرکټ مبصر واصل وصال وايي، نیوزیلنډ او انګلستان نیمه پایلوبې ته د لار موندنې ډېر چانس لري.

"په اول ګروپ کې نیوزیلنډ او انګلستان هغه دوه ټیمونه دي چې ډېر امکان شته نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي."

نوموړی وايي: "په اول ګروپ کې نیوزیلنډ او انګلستان هغه دوه ټیمونه دي چې ډېر امکان شته نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي. خو اسټرالیا هم چانس لري، که اسټرالیا وتوانېږي، چې له افغانستانه په لوی توپیر راروانه لوبه وګټي او انګلستان يې له سرېلانکا وګټي. بیا به د دواړو ټیمونو د رن رېټ یا د منډو اوسط ته کتل کېږي، چې کومه لوبډله بل پړاو ته لار پیدا کولی شي."

د افغانستان بله مسابقه چې ظاهراً په دغه جام کې یې وروستۍ مسابقه ده، را روانه جمعه د اسټرالیا په وړاندې پلان شوې ده.

د کرېکټ د ۲۰۲۲م کال د شلو اوورونو نړیوال جام لوبې د اکټوبر میاشتې پر ۱۶مه پیل شوي چې پایلوبه یې د نوامبر پر ۱۳مه ده.

XS
SM
MD
LG