د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

کرېکټ؛ نن افغانستان له ايرلنډ سره لوبه کوي


افغان کرېکټ ملي لوبډله په استرالیا کې د نړیوال کرېکټ سیالیو پرمهال
افغان کرېکټ ملي لوبډله په استرالیا کې د نړیوال کرېکټ سیالیو پرمهال

د کرېکټ د شل اوره نړیوال جام لوبو په ترڅ کې نن افغانستان له ایرلنډ سره لوبه کوي.

دغه لوبه د افغانستان په وخت د سهار په اته نیمو بجو په میلبورن ښار کې پیلیږي.

ایرلنډ خپله لومړۍ لوبه له انګلستان څخه ګټلې خو افغانستان بیا پرې بایللې.

د افغانستان د ټیم مرستیال روزونکی رئیس احمدزی وايي، د نننۍ لوبې ګټل ورته ځکه مهم دي چې تر ډېره د مخته تګ چانس ورته برابريږي.

د استرالیا د اشل اوره نړیوال جام سیالو کې پرون پاکستان زیمبابوې ته لوبه بایلوده.

زیمبابوې پاکستان ته د ۱۳۱ منډو هدف ټاکلی و چې پاکستان د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره وتوانېد ۱۲۹ منډې وکړي.

پرون بله لوبه د جنوبي افریقا او بنګله‌دېش ترمنځ وه چې جنوبي افریقا وګټله او هند هم هالند ته ماتې ورکړه.

XS
SM
MD
LG