د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

افغانستان د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام نيمه پايلوبې ته لار پيدا نه‌کړه


د افغانستان او سرېلانکا کرېکټ لوبه
د افغانستان او سرېلانکا کرېکټ لوبه

افغانستان د کرېکټ د شل اوره نړیوال جام لوبو په ترڅ کې سرېلانکا ته نن لوبه بایلوده او په دې توګه یې د دې جام نیمه پایلوبې ته د لار موندنې چانس له لاسه ورکړ.

افغان کرېکټ لوبډلې په دغه برخلیک ټاکونکې لوبه کې د سرېلانکا ټیم ته د ۱۴۵ منډو هدف ټاکلی و چې، د سرېلانکا ټیم دغه هدف په داسې حال کې پوره کړ چې یولس توپونه یې لا پاتې وو.

افغانستان پچه یا ټاس وګاټه او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.

افغانستان په دغه جام کې تر اوسه څلور لوبې کړي، دوه امتیازه یې ترلاسه کړي او هغه هم له نیوزیلنډ او ایرلنډ سره چې لوبې یې د باران له امله لغوه شوي او هر ټیم یو، یو امتیاز ترلاسه کړی دی.

افغان کرېکټ لوبډلې له دې مخکې خپله لومړنۍ لوبه انګلستان ته په پنځو وېکټو بایللې وه.

افغانستان له سرېلانکا سره چې د کرېکټ د شل اوره اسیایي جام اتله لوبډله ده له دې مخکې د کرېکټ په شل اوره لوبو کې درې لوبې کړي چې یوه یې ترې ګټلې او دوه یې پرې بایللي دي.

افغانستان به د راتلونکې جمعې په ورځ له کوربه استرالیا سره لوبه کوي.

نن انګلستان او نیوزیلند سره لوبې کوي.

انګلستان پچه ګټلې او د نیوزیلنډ پر وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه يې کړې ده.

انګلستان د درې لوبو په ترسره کولو سره درې امتیازه لري او نیمه پایلوبې ته د تلو لپاره د دغې لوبې بریا ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG