د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

محب: د افغانستان د ستونزو حل لپاره باید ټول سیاسي حرکتونه سره متحد شي


د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، له سیاسونو سره د خبرو په ترڅ کې یې د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې له مشر احمد مسعود سره د افغانستان له اوسني بحرانه د وتلو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

حمدالله محب وایي،له احمد مسعود سره یې خبرې پر دې څرخېدې چې په څه ډول په افغانستان کې ولسواکۍ او جمهوري نظام بېرته اعاده کېدای شي.

محب په یوه ټوېټ کې ویلي چې له سیاسیونو سره د خبرو په لړ کې یې له احمد مسعود سره د هېواد پر وضعیت خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړې چې د خبرو اصلي تمرکز یې ولسواکۍ او جمهوري نظام ته پر ستنېدلو و، چې په هغه کې د ملي بیرغ په ګډون ملي ارزښتونه خوندي وي.

محب ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي غږیز پیغام کې وویل چې د یوې عمومي اجماع د جوړېدو لپاره په کار ده چې ټول حرکتونه سره متحد شي.

هغه وویل: "فعلاً مختلف افراد او اشخاص حرکتونه جوړوي او هغه حرکتونه په یوازې سرباندې متاسفانه موثر نه دي. ضرورت د دې دی چې دغه حرکتونه منسجم شي او په واحد غږ باندې د افغانستان د دا فعلني مشکل نه د وتلو لپاره سیاسي حل لارې ولټوي."

د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود
د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود

د محب په وینا له ښاغلي مسعود سره په خبرو کې دواړو پر دې ټینګار وکړ، چې د اوسنۍ معضلې د حل لپاره سیاسي اجماع ته اړتیا ده.

د هغه په خبره د پخواني جمهوري نظام د ړنګېدو یو عمده لامل هم داو چې د سیاسونو ترمنځ یوه اجماع نه وه.

د هغه په خبره: "په یوه سیاسي اجماع باندې خبره وشوه ځکه تاسو پوهېږئ چې د افغانستان د سقوط، د جمهوریت د سقوط یوغټ لامل همداو چې د سیاسونو ترمنځ یوه قوي هماهنګي وجود نه درلوده او ډېره ځانځاني وه."

حمدالله محب چې د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار و، د تېر کال د اګست په پنځلسمه د طالبانو په لاس د کابل له سقوط یوازې څو ساعته مخکې له ولسمشر سره یوځای په هیلیکوپټر کې له افغانستانه ووت.

په خپله احمد مسعود او د ملي مقاومت جبهې ویندویانو تراوسه د افغانستان د حکومت د ملي امنیت له پخواني سلاکار حمدالله محب سره د خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

په عین حال کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونه او عکسونه لاس په لاس کېږي چې نن به د افغانستان لپاره یو نوی سیاسي خوځښت هم خپل موجودیت اعلان کړي.

محمد حنیف اتمر
محمد حنیف اتمر

ویل کېږي چې د افغانستان د سولې او عدالت ملي خوځښت تر عنوان لاندې په دغه نوي سياسى خوځښت کې له دوه سوو زیات پخواني لوړ پوړي چارواکي او ښځینه فعالانې راټول شوي دي.

د ځینو سرچینو له مخې د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت د اداري پخوانی رییس محمد معصوم ستانکزی او یو شمېر نورې مشهورې سیاسي څېرې هم په دغه نوي خوځښت کې شامل دي.

له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د ملي مقاومت پرجبهې سربېره له هېواده بهر یو شمېر خوځښتونه رامنځته شوي چې یوه یې هم د افغانستان د ژغورنې د لارې په نوم د مقاومت عالي شورا ده چې د ترکیې په انقره کې یې څو میاشتې مخکې د جوړېدو اعلان وکړ.

د یو شمېر کارپوهانو په باور له هېواده بهر اکثره سیاسي څېرې چې په پخواني جمهوري نظام یې کې پر لوړو دندو کار کړی، هغه مهال هم تر ډېره د یوې سیاسي اجماع د رامنځته کولو نارې سورې وهلې، خو د جمهوریت تر سقوط پورې یې په رامنځته کېدو بریالي نه شول.

XS
SM
MD
LG