د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

طالب پلاوی ناروې ته ورسېد؛ متقي: پر سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت خبرې کوو


ناروې ته د طالبانو تللی پلاوی
ناروې ته د طالبانو تللی پلاوی

د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، هڅه کوي چې افغانستان له نړۍ سره د ښه تعامل پر لور بوځي او ادعا کوي چې دې سیاست کې تر یوه ځایه بریالی شوي هم دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي دا څرګندونې پرون شنبه ناروې ته له سفر څو شیبې مخکې رسنیو ته وکړې.

ښاغلی متقي چې ناروې ته د طالبانو د تللي پلاوي مشري کوي وایي، په دې درې ورځنۍ غونډې کې به د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره پر سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت خبرې وکړي.

ښاغلی متقي ناروې ته د تللي پلاوي مشري کوي
ښاغلی متقي ناروې ته د تللي پلاوي مشري کوي

متقي وایي:" موږ به د ناروې هېواد له چارواکو سره، د اروپایي ټولنې له چارواکو سره، امریکایي او عربي چارواکو سره او د اروپا د ځینو د نورو هېوادونو له چارواکو سره مجالس ولرو او هم به له یو شمېر افغانانو سره ناستې لرو. امید شته دا سفر مو ډېر ښه او له ډېرو لاسته راوړنو ډک وي، دا اروپا ته زمونږ لومړنی سفر دی، امید دی چې دا به له اروپا سره د مثبتو اړیکو او تګ راتګ لپاره یوه دروازه شي."

متقي وایي، له دې سفره مخکې یې په دوحه او کابل کې د ناروې له چارواکو سره څو ځله کتلي دي.

طالبان داسې مهال د یوه اروپایي هېواد په سفر وتلي چې په کور دننه بشري مرستو ته اړتیا تر پخوا ډېره شوې، بې کاري زیاته او د توکو بیې ختلي دي.

د نړۍ هیڅ یوه هېواد هم لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو امیرخان متقي وایي، له نړۍ سره یې د اړیکو او تعامل سیاست ښه مخته روان دی.

نوموړی زیاتوي:" زه خوشاله یم چې زموږ بهرنی سیاست او اړیکې په ښه ډول له دنیا سره په مخ روانې دي او توانېدلي يو چې د افغانستان د مظلوم او مجاهد ولس اواز تر نړیوالو ورسوو او نړیوالې مرستې را جلب کړو، په دې کې بریالي شوي یو چې افغانستان د نړۍ له هېوادونو سره له ټکره وباسو او افغانستان د مفاهمې، اقتصاد او اتصال په مرکز بدل کړو."

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره او د ښځو فعاله شکریه بارکزۍ وایي، ناروې تل د کړکیچونو په حل کې ښه رول لوبولی او په خبره یې اوس هم هڅه کوي چې افغانستان کې طالبان د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړېدو ته وهڅوي.

اغلې بارکزۍ وایي، ناروې طالبانو سره له پخوا نه هم ښې اړیکې درلودلې،
اغلې بارکزۍ وایي، ناروې طالبانو سره له پخوا نه هم ښې اړیکې درلودلې،

اغلې بارکزۍ وایي:" ناروې طالبانو سره له پخوا نه هم ښې اړیکې درلودلې، زه فکر نه کوم چې دغه ناسته دې د طالبانو د رسمیت پيژندلو لپاره یوه مقدمه وي. دا کېدای شي د هغو هلو ځلو دوام وي چې پخوا ناروې پیل کړی، ناروې غواړي یوه سیاسي اجماع رامنځته شي او افغانستان کې داسې حکومت جوړ شي چې مختلفې سیاسي ډلې په کې وي او تاوتریخوالی په کې پای ته ورسیږي. کېدای شي همدې لپاره یوه مقدمه وي."

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو ته د دوی بلنه د طالبانو حکومت ته د مشروعیت ورکولو او یا د هغوی د رسمیت پيژندې په معنی نه ده.

دغې خبرپاڼه کې راغلي چې طالب پلاوی به اوسلو کې پر چارواکو سربېره له ښځینه فعالانو، خبریالانو او بشري مرسته رسوونکو سره هم لېده کاته وکړي.

د ناروې حکومت ویلي، له طالبانو سره بحثونه به تر ډېره د بندو دروازو ترشا وي او د بحثونو د پای لپاره هم تراوسه کوم خبري کانفرانس نه دی پلان شوی.

XS
SM
MD
LG