د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

اوکرايني چارواکي: روسيې پر کييف او نورو ښارونو بريدونه کړي


پر اوکراين د روسيې بريد
پر اوکراين د روسيې بريد

د اوکراین پر څو ښارونو د روسیې د تېرې ورځې د هوایي بریدونو وروسته چې لږ تر لږه ۱۹ کسان په‌کې ووژل شول، روسیې د کییف په ګډون د اوکراین پر څو ښارونو نن هم توغندویي بریدونو ته دوام ورکړ.

کریملین دغه بریدونه د دې لپاره زیات کړي چې د هغه پله د ویجاړېدو غچ واخلي چې د کریمیا ټاپو وزمه د روسیې له خاورې سره نښلوي او د تېرې جمعې د ورځې په چاودنه کې یې یوه برخه ونړېده.

د اوکرایني رسنیو د راپورونو له مخې د اوکراین پر څو ښارونو نن سهار شاوخوا شل توغندي راپرېوتي دي.

د اوکراین د جنوبي زاپوریژیا سیمې چارواکو د دولسو توغندویو د لګېدو خبره کړې او کییف ته نژدې او په لویدیځ ښار خمیلنیڅکي کې د چادونو راپورونه ورکړل شوي دي.

په کییف کې یو ځل بیا د هوايي حملو د خطر زنګ وهل شوی او اوسېدونکي یې دې ته اړ کړي و چې، د سرپناه لپاره بېړنیو خوندي ځایونو ته ځانونه ورسوي.

پر کييف ښار برید
پر کييف ښار برید

د کییف په جنوب لویدیځ د وینیتسیا په سیمه کې د حرارتي انرژۍ پر یوه مرکز د جنګي بې پیلوټه الوتکې په وسیله برید شوی چې د مسؤلو چارواکو په خبره ځاني تلفات یې نه‌دي اړولي.

د روسیې له‌خوا دغو زیاتو شویو حملو ته په پام ټاکل شوې چې د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زلنسکي به نن د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو مشرانو ته په ویډیویي اړیکه کې له هغوی وغواړي چې په فوري توګه دې د هوایي مدافعې ضد داسې وسلې ورکړي چې پر مټ یې د روسیې د هوایي بریدونه مخه ونیسي.

تردې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن پر اوکراین د روسیې د ګڼو توغندویي بریدونو په غبرګون کې ژمنه کړې چې د اوکراین ملاتړ ته به دوام ورکړي او دې هېواد ته به د هوایي مدافعې ضد پرمختللي سیسټمونه ورکړي.

سپینې ماڼۍ پرون دوشنبې په یوه خپره کې اعلامیه کې ویلي چې، ولسمشر بایډن ژمنه وکړه چې د هوایي مدافعې د پرمختللي سیسټمونو په ګډون به اوکراین ته هر هغه څه ورکړي چې دا هېواد له ځانه د دفاع لپاره ورته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG