د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

ملګرو ملتونو کندهار کې د يوه ډله‌ييز قبر د موندلو په تړاو د څېړنو غوښتنه کړې


کندهار کې يوه مقبره - ارشيف
کندهار کې يوه مقبره - ارشيف

د بشري حقونو مدافع سازمانونو او ملګرو ملتونو په کندهار کې د یوه ډله‌ییز قبر د موندلو په تړاو د بشپړو څېړنو غوښتنه کړې ده.

دا وروسته له هغه چې طالبانو ادعا وکړه د کندهار په سپين بولدک کې یې د پخواني نظام د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په لاس د وژل شویو خلکو ډله‌ییز قبر موندلی.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بنېټ په یوه ټوېټري بیان کې ویلي: "مهمه ده چې د مړو دا پاتې شوني له دې زیات خراب او ګډوډ نه شي او عدلي طب په دې تړاو خپلې پلټنې او معاینات وکړي."

اخوا د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا مرستیالې پتریشیا ګاسمن ازادي راډیو ته وویل چې طالب چارواکي باید د دې پېښې په تړاو له ملګرو ملتونو او نورو سره په څېړنه کې همکاري وکړي.

نوموړې ويلي: "د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي دا پېښه بیا د غچ اخیستلو په پار د وژنو باعث نه‌شي چارواکي باید د ملګرو ملتونو او نورو سره همکاري وکړي، ترڅو یقیني کړي چې ساحه خوندي شوې او دا موضوع تر یوې بشپړې څېړنې لاندې ده، څو معلومه شي چې څه پېښ شوي؟ خلک څوک دي؟ او اړوندو کورنیو اړتیاوو او اندېښنو ته په بشپړه توګه درناوی وشي."

د بشري حقونو د څار سازمان
د بشري حقونو د څار سازمان

اغلې ګاسمن په دې ټینګار سره چې له څېړنو پرته په دې قضیه کې د حساب او انصاف د ټینګښت بله لار نشته وویل چې باید دا سیمه سمدستي خوندي شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ډېرو جزییاتو له ورکولو پرته ازادي راډيو ته په یوه پيغام کې ادعا وکړه چې د ده په خبره : "د جنرال رازق د ظلمونو د وخت یو قبر پیدا شوی."

خو د طالبانو نورو چارواکو له هغې ډلې د حکومت د رئیس الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر سکرتر عبدالله عزام او د دوحې د دفتر یوه همکار احمد یاسر په خپل ټوېټر باندې د یوې ویډیو په خپرولو سره تور لګولی چې جنرال رازاق ډېر خلک وژلي او مړي یې همداسې په دښتو کې خښ کړي.

"د جنرال رازق د ظلمونو د وخت یو قبر پیدا شوی."

د خپرو شویو ویډیوګانو د کره والي په اړه څه نه‌دي ویل شوي او دا چې مړي څوک دي؟ څه وخت وژل شوي؟ چا وژلي؟ تر اوسه بې پرې او خپلواکو سرچینو څه تبصره نه‌ده پرې کړې.

یوازې په ویډیوګانو کې ښکاري چې خلک ظاهراً د طالب عسکرو په ملتیا له یوې سیمې خښ شوي هډونه، د انسانانو کوپړۍ او د لاس او پښو هډوکي او پاتې شوني راباسي او سپړي یې.

د طالبانو د چارواکو له خوا د خپرو شویو ویډیوګانو لاندې یو شمېر خلکو بیا د جنرال رازق په پلوۍ طالبان هم تورن کړي چې د پخواني نظام ډېر عسکر یې په بې رحمۍ سره وژلي دي.

جنرال عبدالرازق شاوخوا اوه کاله د کندهار امنیه قومندان وو. دی چې د طالبانو له سرسختو مخالفینو و څو واره یې له هغوی سره جګړه کړې او په خپلو اړوندو سیمو کې یې نسبي امن ټینګ کړی و.

جنرال رازق بلاخره د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۱۸ د «ابودجانه» په نوم د طالبانو د یوه نفوذي کس له‌خوا په ډزو سره ووژل شو.

په طالبانو باندې تور دی چې د کندهار د نیولو پر مهال یې په سپين بولدک او په هغو سیمو کې چې ویل کېدل د جنرال رازق اړوند عسکر او خوا خوږي اوسېږي په خلکو بریدونه کړي او ګڼ کسان یې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG