د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

بلوچستان کې د بشري حقونو کميسیون د ډله ييز قبر څېړنې ته نه پرېښوول کېږي


د پاکستان د بشري حقونو د کميسیون يوې ډلې غوښتل، چې د بلوچستان خضدار سيمې ته لاړ شي او هلته له اجتماعي قبره د تر لاسه شويو مړيو په اړه پلټنه وکړي او مالومه کړي، چې دغه کسان په څه ډول او چا وژلي دي، خو دوى دې سيمې ته نه دي پرېښوول شوي، چې له امله يې دوى په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د جنورۍ پر پينځو يشتمه نېټه د خضدار له توتک سيمې د يوه شپانه په لارښوونه يو ډله ييز قبر وموندل شو، چې د حکومت په وينا د ديارلس تنو جسدونه ځیني ترلاسه شوي وو.

د پاکستان د بشري حقونو کميسون غوښتل، چې خپله يوه ډله د خبريالانو په ملتيا خضدار ته واستوي او له ډله ييز قبره د را ايستل شويو جسدونو په اړه هر اړخيزه پلټنه وکړي.

د بشري حقونو د کميسیون د بلوچستان څانګې مسوولين وايي، په دې اړه يې د بلوچستان ايالتي حکومت ته يو غوښتنليک ورکړى، خو تر اوسه اجازه نه ده ورکړل شوې. د بشري حقونو د کميسون يو مسوول طاهرحسين په دې اړه وايي:

″د بشري حقونو د کميسیون په نظر دا ډېر زيات بشرضد او له تشدده ډک عمل دى، چې په يوه مهذبه ټولنه کې دي ډله ييز قبرونه وموندل شي.

موږ حکومت ته ليکلې عريضه ورکړې وه، چې موږ ته او له موږ سره د رسنيو استازيو ته د دې قبر او جسدونو په اړه د پلټنو لپاره اجازه راکړل شي، خو د دې عريضې اوس يوه مياشت پوره کېدونکې ده، خو هيڅ عمل پرې ونه شو.″


د بلوڅو ملتپال ګوندونه او خپلواکې غوښتونکې سازمانونه د حکومتي شمېر برعکس ادعا کوي، چې له دې ډله ييز قبره شاوخوا يونيم سل جسدونه تر لاسه شوي او بيرته خاورو ته سپارل شوي دي.

د بشري حقونو د کميسیون غړى طاهر حسين وايي، که حکومت د بشري حقونو بې طرفه ادارو ته په دې اړه د پلټنو اجازه ور نه کړي، نو دا به شکونه را پورته کړي:

″که يوه خپلواک سازمان ته اجازه نه ورکول کېږي، چې هغه سيمه و څاري، پلټنه وکړي او په اړه يې خلکو ته واقعيت وړاندې کړي، نو د دې مقصد دا دى، چې کوم ملتپال ګوندونه له دې ډله ييز قبره د يونيم سل يا يو سل نهه شپېتو جسدونو د تر لاسه کېدو ادعا کوي بيا به د دوى ادعا هم ناسمه نه وي″

دا چې حکومت ولې د بشري حقونو د کميسون پلاوي ته په خضدار کې د ډله ييز قبر په اړه د پلټنو اجازه نه ورکوي، د بلوچستان د اعلى وزير وياند جان محمد بلېدي وايي، د ډله ييزه قبر د پلټنې کار ته بايد سياسي بڼه ور نه کړل شي او له صبره کار واخيستل شي:

″موږ په بشپړه توګه له قانوني لارې په شفاف ډول دا قضيه څېړو، په دې اړه مو د اعلى محکمې د قاضي په مشرۍ کې يو کميسون هم ټاکلى، چې دا هرڅه په ځيرنظر په کره ډول ګوري، د بشري حقونو کميسون هم بايد د ځينو شيانو خيال وساتي، زموږ طبي ډله د جسدونو طبي معاينات کوي، د بلوچستان د حکومت په موجودګۍ کې موږ په شفاف ډول د دې پلټنه کوو او نتايج به يې خلکو ته وړاندې کړو″

د بلوچستان حکومت د دې ډله ييز قبر د طبي معايناتو او پلټنو لپاره ټاکل شوي قضايي کميسون يواځې دوه تنه پېژندلي، چې د بشري حقونو د کميسون په وينا د ورکو بلوڅانو په ليست کې يې نومونه هم شامل وو او په آواران سيمه کې خپلو کورنيو ته و سپارل شول.

د قضايي کميسون له وينا سره سم پاته نور يوولس جسدونه د پېژندنې نه وو او د خضدار سيمې په هديره کې يې خاورو ته وسپارل، خو په دې اړه د پلټنو د رسمي نتيايجو وړاندې کولو ته يوه مياشت وخت ورکړل شوى دى.

رپوټ: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG