د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

د کندهار د حملې د ۴۷ وژل شویو جنازې خاورو ته وسپارل شوې


د کندهار د پېښې ډله ییز قبرونه
د کندهار د پېښې ډله ییز قبرونه

په کندهار کې د تېرې ورځې د خونړۍ حملې د ۴۷ وژل شوېو کسانو جنازې نن خاورو ته وسپارل شوې.

د کندهار ښار په امام بارګاه یا د شیعه ګانو په لوی جومات کې د وژل شویو ۴۷ کسانو جنازې د کندهار ښار په اتمه حوزه کې په ډله ییزه توګه خاورو ته وسپارل شوې.

د حاجي علي په نوم د جنازې یو ګډونوال وايي، پرونۍ پېښې خلک غمجن کړي او ټول د ویر پر ټغر ناست دي: "د دوی هدف دا دی چې اسلام له منځه یوسي او د شیعه او سُني ترمنځ تفرقه واچوي اما دوی د قران عظیم الشان څخه ناخبره دي."

د عبدالزارق په نوم د جنازو یو بل ګډون کوونکي ازادي راډیو ته وویل چې دوی نه پوهېږي چې برید به چا کړی وي، خو دا د چارواکو مسوولیت دی چې د دغه پېښې عاملین پیدا او د نورو دغه ډول پېښو مخینوی وکړي.

دی وايي: "له دولته هیله کوو چې امنیت ونیسي دا د حکومت مسوولیت دی، دوی زموږ څخه اسلحې واخېستلې او ویل یې چې موږ مو امنیت نیسو، اوس مو باید امنیت ونیسي."

د کندهار د پېښې ډله ییز قبرونه
د کندهار د پېښې ډله ییز قبرونه

په عین وخت کې د کندهار امنیه قوماندان مولوي عبدالفغار محمدي دغه حمله د داعش یا اسلامي دولت کار بولي او وايي چې د عاملینو د نیولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

دی وايي: "داسې حملې عموماً داعش کوي او په جوماتونو کې عام مسلمانان ووژني، زموږ کوښښ دا دی چې دا کسان ونیسو او شریعت یې وسپارو."

د کندهار ښار په امام بارګاه یا د شیعه ګانو په لوی جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال په ځان وژونکو حملو کې چې ۴۷ کسان ووژل شول او شااوخوا ۹۰ ټپیان شول مسوولیت یې د داعش وسله والې ډلې یا اسلامي دولت ډلې منلی.

دغه ډلې پر ټولنیزو رسنیو په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دغه برید د انس الخراساني او ابو علي البلوچي په نوم د دوی دوو کسانو کړی دی.

XS
SM
MD
LG