د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

د ټینس مشهوره لوبغاړي 'راجر فدرر' له حرفه یي لوبو سره مخه ښه وکړه


راجر فدرر
راجر فدرر

د ټینس یوه مشهوره لوبغاړي راجر فدرر له حرفه یي لوبو سره خدای پاماني وکړه.

د ټینس مخکښ او سرلاري لوبغاړي راجر فدرر د جمعې په شپه خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه.

هغه د لندن په O2 سټډیوم کې د لاوېر کپ په سیالیو کې له رافایل نادال سره جوړه په څلور کسیزه لوبه کې برخه واخیسته.

هغه وویل: "له اندي، توماس، نواک، رافایل...(د ټینس مشهوره لوبغاړي) سره په یوه ټیم کې ماته ویاړ و. زه د یوه جشن حس لرم او ما غوښتل همداسې یو پای ولرم. نو له ټولو مننه کوم."

فدرر په خدای پامانۍ کې د خپلې مېرمنې او کورنۍ یادونه وکړه چې تل یې د ده ملاتړ کړی و.

هغه زیاتوي: "هغې ښايي ډېر مخکې زه له لوبو منع کړی وای خو دا کار یې ونه کړ او د ما ملاتړ یې وکړ."

فدرر د ټینس په نړۍ کې د تر ټولو مهمو لوبو (ګرند سلم) د اتلولۍ شل جامونه ګټلي په دې سربېره یې څه باندې ۱۰۰ نورو لویو او متوسطو ټورنمنتونو کې اتلولي خپله کړې ده.

فدرر په څه باندې پنځه نیم سوه میلیونو ډالرو سره د نړۍ په ډېرو لویو شتمنو لوبغاړو کې هم حسابېږي چې اکثر دا پیسې یې د اتلولیو د جایزو د ګټلو له لارې خپلې کړي.
فدرر په څه باندې پنځه نیم سوه میلیونو ډالرو سره د نړۍ په ډېرو لویو شتمنو لوبغاړو کې هم حسابېږي چې اکثر دا پیسې یې د اتلولیو د جایزو د ګټلو له لارې خپلې کړي.

راجر فدرر ۴۱ کلن دی او ۲۴ کاله یې د ټینس لوبه کوله او څو المپیکي لوبو کې یې هم برخه اخیستې.

د بېجینګ له المپیک یې د خپل هېواد لپاره د سرو زرو مډال هم ګټلی دی.

فدرر په څه باندې پنځه نیم سوه میلیونو ډالرو سره د نړۍ په ډېرو لویو شتمنو لوبغاړو کې هم حسابېږي چې اکثر دا پیسې یې د اتلولیو د جایزو د ګټلو له لارې خپلې کړي.

فدرر سره بېګا د نړۍ مشهوره ټینس بازان هسپانوي رافایل نادال، صربستاني نواک جوکوویچ او انګلیسي اندي موري هم سټډیوم کې وو.

د فدرر او د لاوېر کپ د دې لوبې د لیدلو لپاره اولس نیم زره ننداره چیان ناست وو او د نړۍ د ټینس د یوه سرلاري لوبغاړي سره یې خدای پاماني وکړه.

XS
SM
MD
LG