د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

اسټرالیا د نړۍ د ټینس لومړۍ نمبر لوبغاړی نواک جوکوویچ ډیپورټ کړ


نواک جوکوویچ
نواک جوکوویچ

اسټرالیا د نړۍ د ټینس لومړۍ نمبر لوبغاړی نواک جوکوویچ ډیپورټ کړ.

نواک جوکوویچ چې د 'کووېډ-۱۹' واکسین نه وو لګولی اسټرالیا ته تر رسېدو وروسته له قانوني ستونزو سره مخ شو او ویزه یې لغوه شوه.

جوکوویچ او ورسره پلاوی یې چې یوه توقیف ځای کې ساتل کېدل یکشنبه د ملبورن هوايي ډګر ته ورسول شول او د دوبۍ په لور یې پرواز وکړ.


تمه وه چې نواک جوکوویچ د دوشنبې په ورځ د اسټرالیا د ټینس په ازادو سیالیو یا اسټرالین اوپین لوبو کې ګډون وکړي.

نواک جوکوویچ نهه واره د اسټرالیا د ټینس د ازادو لوبو اتلولي ګټلې ده.

د نړۍ د ټینس دغه اتل په یوه بیان کې ویلي چې د اسټرالیايي چارواکو په پرېکړې باندې ډېر خواشینی دی.

XS
SM
MD
LG