د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

د اسټرالیا د ټېنس ازادې سیالۍ رافایل نادال وګټلې


رافایل نادال
رافایل نادال

د اسټرالیا د ټېنس ازادې سیالۍ هسپانوي رافایل نادال وګټلې.

هغه پرون د اسټرالیا د ټېنس ازادو سیالیو په پایلوبه کې دانییل مدودیف ته درې پر دوه ماته ورکړه.

لومړني دوه میدانونه روسي لوبغاړي وګټل او ورپسې درې میدانونه سر په سر نادال وګټل.

دا د رافایل نادال د ټېنس د حرفه اي اتلولیو ۲۱ جام وو.

نادال داسې وخت د اسټرالیا د ټینس اتلولۍ ته ورسېد چې د دې جام مدافع نواک جوکوویچ له لوبو نه ځکه محرومه شو چې د کرونا واکسین یې نه و لګولی او د اسټرالیا حکومت اړ کړ چې له دغه هېواده ووځي.

XS
SM
MD
LG