د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

يونسکو ۲۵ زره افغان ځوانانو ته د سواد زده کړې زمينه برابروي


د افغان نجونو ټولګی
د افغان نجونو ټولګی

يونسکو وايي د یو کمپاین له لارې به د افغانستان ۲۵ زره لویانو او ځوانانو ته د سواد زده‌کړې زمینه برابره کړي.

ددغه سازمان مسؤلينو په کندهار کې د سواد زده کړې د ورځې د نمانځغونډې پر مهال وویل، غواړي د خپلو کاري شریکانو سره په ګډه "سواد د یوه روښانه راتلونکي لپاره" تر عنوان لاندې یو کمپاین پیل کړي تر څو د سواد زده کړې په برخه کې عامه پوهاوی رامنځته کړي.

د یونسکو د مسؤلينو په وینا د دې کمپاین پر مهال به د هېواد د ۲۰ ولایتونو په ۱۰۰ ولسوالیو کې ۲۵ زره لویانو او ځوانانو ته د عمومي او اساسي زده کړو کورسونه وړاندې شي.

نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې غږير فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00
XS
SM
MD
LG