د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

نیویارک ټایمز: افغانستان کې د مرستندویه ادارو کارکوونکو ته ګواښ ډېر شوی


امریکایۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کابل کې د یکشنبې ورځې په حمله کې د یوه امریکایي وګړي د وژل کېدو پېښې ته پام اړولی دی.
امریکایۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کابل کې د یکشنبې ورځې په حمله کې د یوه امریکایي وګړي د وژل کېدو پېښې ته پام اړولی دی.
  • نیویارک ټایمز

امریکایۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کابل کې د یکشنبې ورځې په حمله کې د یوه امریکایي وګړي د وژل کېدو پېښې ته پام اړولی دی.

دغه امریکایي چې نوم‌یې نه‌دی په ډاګه شوی، په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) یو کارکوونکی و او په هغه بمي چاودنه کې ووژل شو چې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو یو موټر یې په نښه کړ.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، دغه حمله په افغانستان کې د مرستندویه ټولنو د کارکوونکو په وړاندې د ګواښونو د زیاتوالي څرګندونه کوي.

نیویارک ټایمز په دوام لیکي، دغه حمله د دې سبب شوه چې د ملګرو ملتونو یو شمېر ادارې خپل دفترونه د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې وتړي او د دې سازمان د چارواکو الوتنې وځنډوي.

د ملګرو ملتونو یو شمېر ادارو پرون دوشنبه خپل کارونه تر ډېره حده محدود کړي و.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، د کابل حمله دغه‌راز هغو کسانو ته د مرستو رسولو بهیر هم ډېر زیانموي چې د ژمي په رارسېدو غذایي موادو ته ډېره اړتیا لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ دفتر د شنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې د دې هېواد له دولس نیم میلیونو زیات وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري او د دغو کسانو شمېر ښایي د راتلونکي کال تر مارچ پورې چې هوا بېرته ګرمېږي، ۱۴ میلیونو ته ورسېږي.

  • د بخښنې نړیوال سازمان

د بخښني نړیوال سازمان (امنسټي انټرنشنل) "په افغانستان کې د بشري حقونو ۱۶ ښځینه مدافع وکیلانې وپېژنئ" په نوم د افغانستان د مخکښو ښځو د پېژندګلوۍ یوه لړۍ پیل کړې ده.

دا لړۍ د نومبر په ۲۵مه چې د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د مخنیوي ورځې سره سمه ده، پیل شوه او ۱۶ ورځې یعنې د ډسمبر تر ۱۰مې پورې چې د بشري حقونو ورځ ده، دوام کوي.

په لومړۍ ورځ د بخښنې نړیوال سازمان د خوست ولایت د سواد زده کړې مسئوله او د بشري حقونو فعاله خاور امیري معرفي کړه .

دا مېرمن هغو نجونو او ښځو ته چې تر ۱۴ کلونو ډېر عمر لري، لومړنۍ زده‌کړې ورکوي.

د بخښنې نړیوال سازمان لیکي، په خوست ولایت کې مېرمنې له تاوتریخوالي او سخت جنسیتي تبعیض سره مخامخ دي.

نجونې یوازې تر شپږم ټولګي پورې زده‌کړې کولای شي او تر واده وروسته پر کور کېناستلو ته اړ کېږي.

دغه سازمان زیاتوي، په خوست کې ډېری څوکۍ او دولتي دندې نارینه‌وو اخیستې دي، نو ځکه ښځې په هېڅ دولتي اداره کې کار نه‌کوي .

په خوست کې د ښځو د حقونو فعاله خاور امیري خپلې غوښتني شریکې کړې او ویلي یې دي چې هیله لري د دې ولایت مېرمنې خپلواکي ولري، امنیت‌یې ټینګ شي، د زده‌کړې مساوي فرصتونه ورته برابر شي او له تاتریخوالي پرته ژوند وکړي.

XS
SM
MD
LG