د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

ملکه اليزابت له ۷۰ کلونو پاچاهۍ وروسته د ۹۶ کلونو په عمر مړه شوه


ملکه الیزابت
ملکه الیزابت

د برېتانیا د اوږدې مودې ملکه دوهمه الیزابت تېره ورځ د ۹۶ کلونو په عمرمړه شوه. د هغې له مړینې سمدستي وروسته د هغې مشر زوی چارلز د برېتانیا د پاچا په توګه دنده پیل کړې.

د بکېنګهم ماڼۍ د ملکې دوهمې الیزابت د مړینې خبر اعلان کړ او ویې ویل چې، زوی یې ۷۳ کلن چارلس له مړیني سمدستي وروسته د برېتانیا د پاچا په توګه دنده پیل کړه.

د بکېنګهم ماڼۍ مخکې ویلي و، ملکه په سکاټلنډ کې په خپل دوبني هستوګن ځای کې تر روغتیایي مراقبت لاندې ده او د سلطنتي کورنۍ ټول غړي ور روان دي چې ترخوا یې و اوسي.

ملکه الیزابت د ۱۹۲۶ کال د اپریل په ۲۱مه په لندن کې زیږېدلې وه.

نوموړې د یونان له شهزاده فیلیپ مونټبټین سره چې د سمندري ځواکونو یو پوځي و، واده کړی وو او د واده ثمره یې څلور اولادونه دي.

د ملکې اليزابت خاوند او اولادونه
د ملکې اليزابت خاوند او اولادونه

مشر زوی یې شهزاده چارلس دی چې له دې وروسته به د برېتانیا د پاچا په توګه دنده ترسره کوي.

شهزداګۍ اننی، شهزاده اندریو او شهزاده ایډوارډ یې درې نور اولادونه دي.

ملکه الیزابت د خپل پلار څلورم جورج له مړینې وروسته د ۱۹۵۳ کال د جون په دوهمه په ویسټمینسټر ابې کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ملکې تاج پر سر کړ.

نوموړې د کامنولټ د ډلې د هېوادونو د ملکې په توګه خپل لومړنی سفر د همدې کال د نومبر په ۲۴مه پیل کړ چې په ترڅ کې یې څه کم ۴۴ زره مایله واټن وهلی و.

ملکه اليزابت په ۱۹۳۷ کې د خپلې کورنۍ له غړيو سره
ملکه اليزابت په ۱۹۳۷ کې د خپلې کورنۍ له غړيو سره

ملکه دوهمه الیزابت د روان کال د فبرورۍ په شلمه د کوویډ نولس پر ناروغۍ اخته شوې وه چې علایم یې خفیف ښودل شوي و.

خو له رغېدو سمدستي وروسته یې بېرته خپله دنده چې تر ډېره تشریفاتي وه، پیل کړه.

د ملکه الیزابت د مړینې په اړه د نړۍ ډېرو مشرانو خفګان څرګند کړی او د برېتانیا له سلطنتي کورنۍ، د برېتانیا له حکومت او د دې هېواد له خلکو سره د خواخوږۍ ښودلو دغه بهیر روان دی.

XS
SM
MD
LG