د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

د شهزاده فیلیپ مړی د بریتانیا په سلطنتي حضیره کې خښ شو


د شهزاده فیلیپ د جنازې مراسم
د شهزاده فیلیپ د جنازې مراسم

د بریتانیا د ملکې دوهمې الیزابت مېړه شهزاده فیلیپ مړی پرون د بریتانیا په سلطنتي حضیره کې خښ شو.

د شهزاده فلیپ د جنازې په مراسمو کې چې پرون د اپرېل په ۱۷مه نېټه ترسره شول، کونډې ملکې دوهمې الیزابت او څو محدودو کسانو ګډون وکړ. دا مراسم د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د اقداماتو په ترڅ کې په محدود او مختصر ډول ترسره شول.

د مړي له خښولو مخکې په ټوله بریتانیا کې د شهزاده فیلیپ اروا ته د درناوي په خاطر یوه دقیقه چوپتیا اعلان شوه.

شهزاده فیلیپ چې د ۷۳ کلونو لپاره د ملکې دوهمې الیزابت مېړه وو، د اپرېل په نهمه د ناروغۍ له کبله مړ شو. نوموړی له مړینې مخکې د زړه د ناروغۍ او عفونت له کبله د څه باندې یوې میاشتې لپاره په روغتون کې بستر وو او د مړینې پر مهال ۹۹ کلن و.

د شهزاده فیلیپ مړی حضیرې ته د لېږدولو پر مهال
د شهزاده فیلیپ مړی حضیرې ته د لېږدولو پر مهال

د شاهزاده فیلیپ د جنازې مراسم د لندن په لوېدیځ کې په سنت جورج کلیسا کې دننه په ویندزور کلا کې ترسره شول. د دې مراسمو ګډونوالو باید د کرونا د مخنیوي لپاره ټولنیز واټن په پام کې نیولی وی.

فقید شهزاده ۱۴ کاله د بریتانیا په سلطنتي سمندري ځواکونو کې خدمت وکړ او د دوهمې نړیوالې جګړې شاهد پاتې شوی و. د موسیقۍ او سندرو هغه ټوټې چې د جناز ې په مراسمو کې وغږول شوې، د شهزاده فیلیپ د پوځي خدمتونو او د څه باندې ۷۰ کلونو په ترڅ کې له ملکې څخه د ده د ملاتړ په اړه وې. د بریتانیا ملکه راتلونکې اوونۍ ۹۵ کلنه کېږي.

د شهزاده فیلیپ د جنازې په مراسمو کې د بریتانیا د وسله‌والو ځواکونو سرتېري په منظمو لیکو کې ودرېدل او د درناوي لپاره د توپونو ډزې وشوې.

د جنازې په مراسمو کې د خلکو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په مقصد ټول مراسم د ویندزور په پوځي کلا کې دننه ترسره شول، خو دا ټول جریان پر ټلوېزیونونو په مستقیم ډول خپرېده.

د شهزاده فیلیپ د جنازې مراسم
د شهزاده فیلیپ د جنازې مراسم

شهزاده ویلیم او ورور یې شهزاده هري هم په مراسمو کې حاضر وو. د شهزاده فیلیپ له مړینې مخکې متحده ایالاتو ته د شهزاده هري او د هغه د امریکايۍ مېرمنې میګان کډه کېدلو د بریتانیا د سلطنتي کورنۍ ستنې کمزورې کړې.

ډاکټرانو میګان ته چې د دوهم ځل لپاره حامله ده، سپارښتنه کړې چې د صحي دلایلو له کبله باید سفر ونه‌کړي او دا مراسم دې په کالیفورنیا کې له خپل کور څخه پر ټلوېزیون وګوري.

XS
SM
MD
LG