د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

کرونا ویروس او په اروپا کې د نازي جرمني د ماتې لمانځلو ورځ


جرمني کې جوړ شوي مراسم
جرمني کې جوړ شوي مراسم

په اروپا کې نن په نړیواله دوهمه جګړه کې د نازي جرمني د ماتې د لمانځلو ورځ ده، خو دا هېوادونه د کرونا ویروس په مبارزه بوخت دي.

تر اوسه د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله په اروپا کې تر یو لک او ۶۴ زره ډېر کسان وژل شوي دي، دا تلفات تقریباً هغومره دي چې ائتلافي ځواکونو د بریالیتوب په ورځ چې دوی ورته (ډي دې) وایي، د نورماندي پر ساحل برید وکړ.

په جرمني کې به د صدراعظمې انګلا مېرکل او ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر په ګډون یو شمېر نور چارواکي د برلین په یادګاري سیمه کې د ګلانو ګېډۍ د نازیانو د جرایمو د قربانیانو په یاد کېږدي.

انګلا مېرکل او فرانک والټر شټاین مایر
انګلا مېرکل او فرانک والټر شټاین مایر

دا ورځ په داسې وخت کې راغلې ده چې په جرمني کې په کرونا ویروس پېښې کمې شوې دي او حکومت هڅې کوي چې بندیزونه لیرې کړي ترڅو د اروپا دغه تر ټولو ستر اقتصاد بېرته فعال شي.

په بریتانیا کې به بیا ملکه دوهمه الیزابت د ټلوېزیون له لارې خپل ملت ته وینا وکړي. په بریتانیا کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر نږدې ۳۱ زرو ته رسېدلی دی او د انګلستان بانک اټکل کوي چې د تېر کال په پرتله به‌یې سږ کال اقتصاد ۱۴ په سلو کې ټیټ شي.

تمه ده چې د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون د مې په ۱۰مه هغه پلان اعلان کړي چې له مخې یې په بریتانیا کې بندیزونه سست شي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون

په فرانسه کې، په هغه هېواد کې چې کرونا ویروس د نږدې ۲۶ زره کسانو ژوند اخیستی دی، ولسمشر امانوئل مکرون به په پاریس کې په یوې ماڼۍ کې دننه د نړیوالې دوهمې جګړې د بریا ورځ ولمانځي، ځکه چې لاهم په پاریس کې پر خلکو بندیزونه لګېدلي دي چې بهر به نه‌راوځي.

د راپورونو له مخې په فرانسه کې د بندیزونو پر مهال صنعتي تولیدات ډېر زیات کم شوي دي، خو تمه ده چې د لومړي ځل لپاره یو شمېر بندیزونه د مې په ۱۱مه لیرې شي.

د اروپا په دې بلې غاړه کې، روسیې نیت درلود چې په مسکو کې یو ستر پوځي لاریون وکړي، خو د بندیزونو له کبله دا رسم‌ګذشت لغوه شو او د دې پر ځای به ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو په تش سره میدان کې د ګلانو ګېډۍ کېږدي او خپل ملت ته به چې د کرونا له امله اقتصادي ستونزو ته اندیښنې لري، وینا وکړي.

د روسیې سور میدان
د روسیې سور میدان

په روسیه کې په وروستیو کې په هرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره تر ۱۰ زرو اوړي.

نړیواله دوهمه جګړه په ۱۹۳۹ کال کې پیل شوه او په ۱۹۴۵ کال کې پای ته ورسېده. په دې جګړه کې د څه باندې ۳۰ هېوادونو تر ۱۰۰ میلیونه ډېر انسانان ښکېل شول او ویل کېږي چې له ۷۰ تر ۸۵ میلیونه انسانان په‌کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG