د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د مرکزي اسيا په هېوادونو کې د افغان کډوالو پر ژوند د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


پاکستان کې افغان کډوال
پاکستان کې افغان کډوال

ډيپلوماټ خپرونه:

ډیپلوماټ خپرونې په منځنۍ اسیا کې د افغان کډوالو پر وضیعت یوه لیکنه خپره کړې.

د لیکنې ليکواله وايي، په افغانستان کې د لویدیځ ملاتړ لرونکي حکومت تر نسکورېدو وروسته چې طالبان بیا ځلي واکمن شوي، د افغانستان په ګاونډ کې پرتو د مرکزي اسیا په هېوادونو کې افغان کډوال د پاڼ او پړانګ ترمنځ ژوند کوي.

لیکوالې د اګست په ۲۵مه نېټه د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ هغه اندېښنې ته اشاره کړې چې ویلي یې وو: "په تاجکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو دوام په ژوره توګه اندیښمن کړي دي."

ډیپلوماټ وايي، یو این ایچ سي ار په ځانګړې توګه افغانستان ته په زور د هغو پنځو افغانانو ډیپورټ کولو ته اشاره کړې وه چې په‌کې یوه مور او د هغې درې بچیان هم شامل وو او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د مداخلې سربېره چې د تاجکستان څخه یې ددې کسانو د نه ایستلو غوښتنه کوله، تاجک چارواکو دا افغانان د پنج پایان له لارې افغانستان ته واستول.

ډیپلوماټ د ازادي راډیو د تاجیکي څانګې د هغه راپور یادونه هم کړي چې له تاجکستان څخه یې افغانستان ته په زوره د یو شمېر نورو افغان پناه غوښتونکیو د ایستلو په اړه ورکړی دی.

ازادي راډیو ته هم په وروستیو کې له تاجکستان څخه یو شمېر افغانانو په خپلو پیغامونو کې ویلي چې، دوی له تاجکستان څخه په جبري توګه بېرته افغانستان ته د ستنولو له ګواښ سره مخ دي.

یو شمېر دې افغان پناه غوښتونکو ازادي راډیو ته په استولو پیغامونو کې ویلي، د تاجکستان دا اقدام د یو شمېر هغو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کولی شي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته یې د خپل سر د خوندیتوب په خاطر تاجکستان ته پناه ور وړې ده.

ایونینګ سټنډرډ ورځپاڼه:

له برېتانیا خپرېدونکې ایونینګ سټنډرډ ورځپانې هم د یو افغان کډوال کیسه کړې.

دا یوولس کلن عبیدالله دی چې د تېر کال د اګست په میاشت کې په کابل هوايي ډګر کې د چاودنو پر مهال له خپلې کورنۍ جلا شوی و.

ورځپاڼه وايي، عیبدالله چې نږدې یو کال له خپلې کورنۍ لرې د فرانسې په ستراسبورګ کې"ناخوښه او او ویرېدلی" یوازې پاتې و، بالاخره په برېتانیا کې له خپلو ورونو سره یو ځای شو.

د ایونینګ سټنډرډ د یوولس کلن عبیدالله یو عکس خپور کړی چې د خپلوو دوو وروڼو سره یو ځای په‌کې ښکاري او وايي دا افغان کوچنی کډوال یو څه ستړی شوی دی خو اوس خوښ دی چې خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

XS
SM
MD
LG