د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

د افغانستان پر وضعيت د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

واشنګټن ایکزا مینر ورځپاڼه:

واشنګټن ایکزا مینر ورځپاڼه، د خپلو افغان متحدانو د ژغورلو لپاره د امریکا د ناکامۍ په منځ کې ناهیلۍ زیاتې شوي، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب خپور کړی.

په دې مطلب کې راغلي، درې افغان ترجمانان چې پخوا یې په افغانستان کې له نړیوالو ځواکونو سره کار کړی و، په روان ۲۰۲۲ کال له امریکا متحدو ایالتونو افغانستان ته لاړل چې له دې هېواده د خپلو کورنیو په ایستلو کې مرسته وکړي.

د ورځپاڼې په لیکنه دغو ترجمانانو د افغانانو له دوامداره ځپل کېدو ویره درلوده او هم له افغانستانه د افغانانو د ایستلو پڅ بهیر ته اندېښمن و.

په دوام کې لولو چې دوه ترجمانان چې د امریکا تابعیت لري، وتوانېدل چې له افغانستانه خپلې کورنۍ وباسي خو د ورځپاڼې په لیکنه درېیم افغان چې د امریکا د اوسېدو دایمي ویزه هم لري، د مارچ له میاشتې راهیسې په افغانستان کې بند پاتې دی.

په مطلب کې د دغه سړي نوم پرویز ښودل شوی او اصلي نوم یې د خوندیتوب په خاطر نه‌دی اخیستل شوی.

واشنګټن ایکزا مینر ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ده او د ده د پخوانیو پوځي مشرانو غوښتنو ته چې له افغانستانه یې د مېرمنې او ماشوم په ایستلو کې د مرستې لپاره کړي دي، ځواب نه‌دی ویلی.

د ورځپاڼې په لیکنه، پرویز اوس له قاچاقي لارې امریکا ته د خپلې کورنۍ د ایستلو پر لارو غور کوي.

تر دې مخکې امریکایي چارواکو د هغو انتقادونو په ځواب کې چې له افغانستانه امریکا ته د افغانانو د ایستلو د څرنګوالي په برخه کې پرې شوي، دفاع کړې او ویلي یې دي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې توانېدلي چې په زرګونه افغانان له دې هېواده وباسي.

بزنس اینسایدر انلاین خپرونه:

بزنس اینسایدر انلاین خپرونې هم ورته موضوع ته پام اړولی او تر دې سرلیک لاندې چې، د سي آی اې پخوانی څېړونکی او سابقه لرونکی پوځي وایي، افغان کډوال باید هغه فرصتونه ولري چې اوکرایني کډوال ورڅخه برخمن دي مطلب خپور کړی.

په مطلب کې لیکي، مت زیلر ویلي چې د افغانستان وګړي چې په امریکا کې د پناه اخیستو لټه کوي، په هغه بڼه مرستې نه‌شي ترلاسه کولای چې اوکرایني کډوالو سره کېږي.

زیلر چې د افغانستان د جګړې تجربه لري، په افغانستان کې پاتې شویو کسانو ته په اشاره دې خپرونې ته ویلي چې د امریکا ولسمشر اوس هم کولای شي چې د ډېرو دغو کسانو ژوند وژغوري.

د خپرونې په لیکنه هغوی چې په افغانستان کې د مرستې په تمه دي باید د اوکرایني کډوالو په څېر د بشر پالنې پر اساس ازادي ته لاسرسی ولري.

د مطلب په دوام کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له قوله ویل شوي چې له درې لکه زیاتو ملکي افغانانو د شل کلنې جګړې په جریان کې د امریکا له پوځ سره مرسته کړې ده، خو د هغوی په زرګونو یې په افغانستان کې پاتې دي.

په مطلب کې ویل شوي چې ډېرو دغو کسانو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو کلونه وړاندې له امریکا د ویزو غوښتنې کړې وې.

XS
SM
MD
LG