د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

د افغانستان پرېښودو په اړه د امیرخان متقي څرګندونو غبرګونونه پارولي


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

یو شمېر افغانان په ځانګړې توګه هغه چې له افغانستانه وتلي وايي، د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزارت تازه څرګندونې له هغه څه سره توپير لري چې په تېر يو کال کې تېر شوي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د کډوالو د نړیوال سازمان یا ای او ایم له مرستیالې اوګوچي ډينیلز سره په کابل کې د لیدو پر مهال ویلي چې پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې په تېر یو کال کې هېڅ افغان د سیاسي لاملونو له کبله خپل هېواد نه دی پرېښی.

د اګسټ په ۲۹مه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې متقي په دې غونډه کې وویل: "د خوښۍ ځای دی چې له حکومت سره د مخالفت له امله هېڅ افغان له دې هېواده په زور وتلو ته نه دی اړ شوی، ځکه چې په هېواد کې بشپړ امنیت تامین دی."

خو دا په داسې حال کې ده چې د تېر میلادي کال په اګسټ میاشت کې وروسته له هغه چې طالبانو پر ټول افغانستان ولکه ټینګه کړه، سلګونو افغانانو د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان پرېښود.

ارشیف: سلګونه افغانانو د طالبانو د دویم ځلي واکمنۍ په پیل سره افغانستان پرېښود او د امریکا او بهرنیو ځواکونو له لوري له افغانستانه تخلیله شول.
ارشیف: سلګونه افغانانو د طالبانو د دویم ځلي واکمنۍ په پیل سره افغانستان پرېښود او د امریکا او بهرنیو ځواکونو له لوري له افغانستانه تخلیله شول.

د احمد شاه نوري په نوم یو کډوال چې تازه کاناډا ته رسېدلی، وايي په ټیلکام سکتور کې يې کار کاوه، خو د امنیتي ستونزو او دې کبله چې لوڼو ته یې د زده کړو زمینه نه ده برابره، اړ شو چې خپله دنده پرېږدي او له هېواده ووځي.

هغه وویل: "اوسنی رژیم طالبانو په خپله جوړ کړی دی په خپله ګټه. یوازې دوی خپله او د دوی همفکره کسان هلته کولای شي ژوند وکړي. نور د افغانستان ټول خلک له غټو ستونزو سره مخامخ دي. دوی ټول خلک برمته کړي دي. خلک نه شي کولای له هېواده ووځي. د وتلو لاره او د پاسپورټ زمینه ورته نه ده برابره. موږ اړ شو چې دا وطن ترک کړو. هلته د لوستو خلکو، ټکنالوجۍ او زموږ د همفکرو لپاره هېڅ ځای نشته."

د احمد شاه انوري په څېر زرګونه نور افغانان وروسته له هغې چې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمنان شول، له افغانستانه د امنیتي ستونزو له کبله وتلو ته اړ شوي دي.

له پنځلسم اګسټ وروسته چې افغان حکومت سقوط وکړ، تر ۷۶۰۰۰ زیات افغانان یوازې امریکا ته وایستل شول.

د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو د واکمنۍ د یوه کال پوره کېدو په مناسبت په خپاره کړي راپور کې ویلي چې د کابل تر نیولو وروسته، طالب چارواکو د ښځو او نجونو پر حقونو سخت محدودیتونه وضع کړل، رسنۍ یې تر فشار لاندې راوستې او د خپلو منتقدینو او هغوی چې دوی یې خپل مخالف ګڼي، پر خپل سر توقیفول، شکنجه او سمدستي وژل د طالبانو په سرغړونو کې شامل دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د کډوالو نړیوال سازمان چارواکو ته دا هم ویلي چې اوسمهال نړیوالې مرستندویه موسسې په خوندي چاپېریال کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي او په تېر یوه کال کې هېڅ نړیوالې بشري مرستندویه موسسې ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د پاملرنې په نوم نړیوالي موسسې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د راپور خپرولو پر مهال وویل چې له سوډانه وروسته افغانستان د مرسته رسونکو لپاره یو خونړی هېواد دی.

د دې نړیوالې موسسې سلاکارې ملیسا کورنیټ ویلي وو: "زموږ اته کارکونکي چې د واکسین په تطبیق بوخت وو د فبرورۍ په ۲۴ مه نېټه ووژل شول."

له دې مخکې ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی و.

دغو بنسټونو ویلي وو چې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د کارکوونکو په ځانګړې توګه نظامیانو چې له افغانستانه نه دي وتلي نیول، شکنجه کول او وژل یې د اندېښنې وړ دي.

په همدې حال کې زرګونه هغه افغانان چې پر افغانستان د طالبانو له دویم ځل واکمنۍ وروسته يې دا هېواد پرېښی اوسمهال بېرته افغانستان ته د تګ اراده نه لري.

XS
SM
MD
LG