د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

ځینې افغان ژباړونکي: افغانستان کې له امنیتي ګواښونو سره مخ یوو


ارشیف
ارشیف

یو شمېر افغان ژباړونکي، چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې له برتانوي ځواکونو سره کار کړی وايي، اوسمهال په افغانستان کې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

دوی وايي، پر افغانستان د طالبانو بیاځلي واکمنېدو ورسته په تیر یوه کال کې له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

د دوی له ډلې یو هغه یې چې نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزه له امله په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، دوه کاله مخکې یې د ملي امنیت په ریاست کې له برتانویانو سره کار کړی دی.

دا وايي، د جمهوریت له سقوط وروسته یې په بریتانیا کې د مېشتېدو پروسې ته وړاندیز وکړ او تاییدي هم ترلاسه کړه، خو د کیس له برخلیک یې معلومات نه لري.

نوموړي زیاته کړه: "د طالبانو له خوا په مرک وګواښل شو خو زموږ د کیسونو په اړه اصلاً معلومات نه شته، د دې لپاره هیڅ پام نه دی شوی. هغه کسانو چې له برتانویانو سره کار کړی شمېر یې ډېر دی خو پام ورته نه دی شوی. موږ اوس پټ یو او هیڅ ځای نه شو تلای."

دی وايي، د بریتانیا حکومت خپلو هغو همکارانو ته چې په افغانستان کې پاتې دي ځواب نه وايي.

طالب چارواکو تل ویلي، چې دوی د خپل مشر د عفوې فرمان ته ژمن دي او له چا سره کار نه لري.

خو نړیوالو سازمانونو په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو بیا په خپلو راپورنو کې طالبان د شاوخوا ۱۰۰ امنیتي کارکونکو او امنیتي ځواکونو د وژل کېدو مسوولین یاد کړي.

له برتانوي ځواکونو سره بل افغان کارکونکی چې دی هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، برتانوي ځواکونو سره یې د ژباړونکي او ساتونکي په توګه کار کړی.

دا وايي، د هلمند په ګرشک والسوالۍ کې یې له برتانوي ځواکونو سره دوه کاله د ژباړونکي په توګه کار کړی او بریتانیا دې باید وباسي.

هغه وویل: "کډوالي زموږ حق دی او باید موږ ته پناه راکړي، ولې موږ په افغانستان کې بې برخلیکه پاتې یو. موږ ته وايي چې پاکستان ته راشئ، پاکستان ته زموږ ځینې ملګري د امنیتي ستونزو له امله نه ځي. د پاکستان ویزې هم قیمته دي. هلته خلک له اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي."

دا په داسې حال کې ده، چې د اروپا لپاره د بریتانیا وزیر راهام استوارت د ازادي راډیو له ګندهارا څانګې سره په یوې مرکه کې ویلي چې دوی له افغانستان نه د خپلو افغان شریکانو سره د تخلیې په برخه کې عالی عمل نه دی کړی.

هغه ویلي چې د خپلو افغان شریکانو خوندیتوب یې د کارونو لومړیتوب دی.

نوموړي زیاته کړه: "زموږ لومړي لومړیتوب دا دی چې د خلکو امنیت خوندي کړو. دویم دا چې موږ باید هڅه وکړو او مطمینه شو چې روان، ګټور او چټک اداري سیستم لرو، چې دوی ته اجازه ورکړي چې بریتانیا ته راشي."

بریتانیا تېر کال د وړي په موسم کې شاخوا ۱۱ زره افغانان دغه هېواد ته انتقال کړي.

د راپورنو له مخې، هغه افغانان چې انتقال شوي ډېری یې اوسمهال په هوټلونو او کمپونو کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG