د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

بریتانیا له افغانستانه د خپلو همکارانو ایستلو برخه کې د اقداماتو دفاع کړې


ارشیف: د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروګرام یو انځور
ارشیف: د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروګرام یو انځور

د بریتانیا د حکومت یوه وزیر له افغانستانه د بریتانیا د پوځ د افغان همکارانو د راایستلو په برخه کې د خپل حکومت د اقدامات دفاع کړې.

په داسې حال کې چې د بریتانیا پر حکومت له افغانستانه د برتانوي ځواکونو د افغان همکارانو د رااېستلو په برخه کې انتقادونه په زیاتېدو دي، د بریتانیا د کابینې یوه غړي د خپل حکومت د هغو اقداماتو دفاع کړې چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تروتلو وروسته د زیانګالو افغانانو د خوندي کولو په برخه کې ترسره شوي دي.

د اروپا په چارو کې د بریتانیا د دولت وزیر ګراهام ستیوارت له آزادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د بریتانیا د یوه پخواني پوځي قوماندان د انتقادونو په ځواب کې وویل: "په هرکار کې تل ښېګڼه راتلای شي خو په ټوله کې زه په هغه څه چې له پېښو وروسته مو ترسره کړل ویاړم. دا چې موږ څنګه اجراآت وکړل، څنګه مو خپلو افغان همکارانو ته پاملرنه وکړه او د دوی د رااېستلو عملیات مو څنګه ترسره کړل. فکر کوم زموږ اقدامات که سل په سلو کې ښه نه وو ډېر ښه خو وو."

ارشیف: د کابل هوايي ډګر څخه د افغانانو او بهرنیانو د تخلیې پروګرام انځور
ارشیف: د کابل هوايي ډګر څخه د افغانانو او بهرنیانو د تخلیې پروګرام انځور

د بریتانیا یوه پوځي چارواکي جان مککول چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د آیساف د ځواکونو لومړنی قوماندان و، تېره میاشت بي بي سي ته وویل چې له افغانستانه د بریتانیا د پوځ د همکارانو د رااېستلو پروسه ګډه وډه وه او دفاع وزیر بِن والاس او نورو وزیران د خپلو افغان همکارانو د خوندي کولو په چاره کې د پاتې راتلو له کبله باید له شرمه ځانونه راوځړوي.

په همدې حال کې د بریتانیا د کورنیوچارو وزیرې ویلي چې د تېرکال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته شاوخوا ۱۵ زره افغانان بریتانیا ته لېږدول شوي دي.

پریتي پاتیل د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو له کلیزې یوه ورځ مخکې وویل چې په پام کې ده پنځه زره نور افغان وګړي هم بریتانیا ته راوستل شي.

د نړیوالو ځواکونو یو شمېر افغان همکاران چې تراوسه هم په افغانستان کې پاتې دي، وايي چې ژوند یې په وېره او ډار کې تېرېږي خو بیاهم هیله من دي چې د دوی بهرني همکاران به یې په اېستلو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG