د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

بریتانیا ته ورغلي افغانان لا هوټلونو کې دي؛ هلته یې د پاتېدو لاملونه څه دي؟


له کابله تللي کسان
له کابله تللي کسان

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت وایي، دغلته ورغلي ډېر افغانان نه غواړي چې لېرو پرتو سیمو کې ځای پر ځای شي، نو ځکه په میاشتو میاشتو په هوټلونو کې پاتې دي.

دوی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې بریتانیا ته د افغانانو د تخلیلې د بهیر د پيل دا دی شپږ میاشتې پوره شوې او دې موده کې ۱۷زره افغانان بریتانیا ته بیول شوي دي.

د بریتانیا ټایمز ورځپاڼه د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکي، دوی هڅه کوي چې د ورغلو افغانانو له ډلې ۱۲ زرو ته پړاو په پړاو کورونو کې د میشتېدو زمینه برابره کړي، خو وایي پاتې نور ممکن تر یوه کاله پورې په هوټلونو کې پاتې شي.

عبدالله له هغو افغانانو دی چې ټیک شپږ میاشتې کېږي بریتانیا ته بیول شوی، خو وایي لا هم هوټل په هوټل ګرځول کیږي.

ازادي راډیو له ده وپوښتل چې هوټلونو کې د اوږدې مودې لپاره د افغانانو د پاتې کېدو لاملونه څه دي؟

دی وايي: "اکثرو لویو ولایتونو لکه لندن، برمنګهم او مانچسټر د افغانانو میشتېدل رد کړي دي، په نورو ولایتونو کې دولتي کورونه چې د کونسل کورونه ورته وایي، کم دي، دا خلک ګرځي شخصي کورونه پیدا کوي، خو شخصي هغه هم کم دي، که پیدا شي څنګ ته به یې ښوونځي ډک وي او که ښوونځي پیدا شي، نژدې ورته کور نه وي."

پر بریتانیا سربېره د تخلیه شوېو کسانو ورته ستونزه نورو هېوادونو کې هم محسوسه ده.

تازه په ابوظبۍ کې یو شمېر هغو افغانانو مظاهره وکړه چې امریکا د تګ په خاطر له افغانستانه را ایستلي، خو وایي اسناد یې نه پروسسېږي.

د راپورونو له مخې تېرو شپږو میاشتو کې شااوخوا ۱۲۵ زره افغانان له هېواده ایستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG