د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

ملګري ملتونه: اکثره افغانان سخت بېوزله شوي او یو وخت ډوډۍ ته حیرانه دي


ارشیف: کابل کې بېوزله افغان مېرمنې او ماشومان
ارشیف: کابل کې بېوزله افغان مېرمنې او ماشومان

د ملګروملتو د کډوالو نړیواله اداره وايي، تر نیمايي ډېر افغانان د نړیوالو په بېړنیو مرستو ژوند ته دوام ورکوي.

د ملګروملتو د کډوالو نړیواله اداره یا آی او ایم وايي، د طالبانو له واک ته رسېدو راوروسته په تېر یوه کال کې ۲۴ میلیونه او ۴ لکه افغانان په نړیوالو مرستو متکي دي.

د آی او ایم د راپور له مخې، دا کسان، چې د افغانستان د ټول نفوس په سلو کې ۵۹ جوړوي، د نړیوالو په بېړنیو مرستو شپې سبا کوي.

راپور زیاتوي، د ۲۰۲۱ له اګست راهیسې کابو ټول افغانان د بېوزلۍ ښکار شوي او افغانستان له سیستماتیک سقوط سره مخامخ شوی دی.

د ملګروملتو د دې ادارې پر اساس، دا بشري ناورین تر ډېره د خوراکي موادو د بیو د لوړېدو، شدیدې خوارځواکۍ، د ګوزارې د امکاناتو د محدودیت، او همداراز د جګړو په نتیجه کې د خلکو د بې ځایه کېدو له کبله رامنځته شوی دی.

ارشیف: وروستیو سېلابونو له امله لوګر کې د اوښتو زیانونو یو انځور
ارشیف: وروستیو سېلابونو له امله لوګر کې د اوښتو زیانونو یو انځور

وروستیو سېلابونو او زلزلو هم ډېر افغانان زیانمن کړل.

د ننګرهار یو اوسېدونکی کریم الله، چې سیل ورڅخه هر څه وړي، وايي: "تاسي خو ګورئ چې د کور خو دا حالت دی، اوړه، بوره، غوړي، چای والله هر څه یې یووړل تر کټونو او بسترو پورې یې یووړل. موږ د امارت له مشرانو خواهش دی چې د سرپناه ځای راکړي."

آی او ایم وايي، د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري ځکه چې لومړني خدمات سخت اغېزمن شوي او پراختیايي پروګرامونه ځنډول شوي دي.

اوسنيو اقتصادي او طبیعي بحرانونو د خلکو عواید په شدید ډول کم کړي دي.

راپور یادونه کوي، په داسې سختو شرایطو کې د ملګروملتو د کډوالو نړیوال سازمان د بشري اړتیاوو پوره کولو او له خطره د هغوی د ژغورلو هڅو ته په داسې حال کې دوام ورکوي چې د جون د میاشتې د لویې زلزلې په شان له طبیعي ننګونو سره مخامخ دی.

تېر جون میاشت پکتیکا کې د زلزلې له امله درانه ځاني او مالي زیانونه واوښتل.
تېر جون میاشت پکتیکا کې د زلزلې له امله درانه ځاني او مالي زیانونه واوښتل.

د پکتیکا او خوست د جون د میاشتې په زلزلو کې تر زرو ډېر کسان مړه او شاوخوا ۳ زره نور ژوبل شول.

دې زلزلې سلګونه کورنۍ بې کوره کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG