د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

د جمهوري نظام د پرځېدو او د طالبانو له لوري د کابل د نيولو کال پوره شو؛ څه بدلون راغلی؟


د طالبانو بيرغ
د طالبانو بيرغ

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې ډېر بدلون راغلی دی، اقتصاد سخت ځپل شوی، کاروبار زیانمن شوی، بې روزګاري ډېره شوې، میلیونونه نجونې له تعلیم او ښځې له کاره بې برخې شوي خو امنیتي وضعیت په نسبي ډول ښه شوی دی.

طالبان امنیت د خپلې یوې کلنې واکمنۍ مهمه بریا ګڼي خو هغو بریاوو ته یې سخت زیان اړولی او تقریباً له منځه وړي، چې په تېرو ۲۰ کلونوکې د میلیاردونو ډالرو په لګښت افغانستان ترلاسه کړې وې.

نن دوشنبه د اسد ۲۴ مه (د اګست پنځلسمه) د افغانستان د جمهوري نظام د پرځېدو او د طالبانو د واک ته رسېدو له لومړۍ کالیزې سره برابره ده.

طالبانو د خپل بري په ویاړ نن عمومي رخصتي اعلان کړې او غواړي چې دا ورځ د بريا د ورځې په توګه ولمانځي خو منتقدان یې دا ورځ د جمهوریت او ولسواکۍ د پای ته رسېدو ورځ بولي.

د دوی په باور طالبانو خپلې ټولې ژمنې چې له امریکا او افغانانو سره یې کړې وې، تر پښو لاندې کړي، افغانان یې له بشري حقونو، په تېره بیا ښځې له خپلو حقونو محرومې کړي او له افغانستان څخه یې د تېرو ۲۰ کلونو بریاوې اخیستي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو د واک یوې کلنې دورې ته په اشارې ویلي چې په دې موده کې مرګ ژوبلې پېښې د پخوا پرتله کمې وې خو نور هر څه منفي و.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي: "تعلیم یافته افغانان هره ورځ له وطنه وځي" او تر خوا یې اقتصاد په "ډېر بد حالت" کې دی."

حامد کرزي د افغانستان د حکومت سقوط هم "لویه ضایعه" بللې ده.

پرون د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلسن د طالبانو د حکومت د لومړۍ کالیزې په درشل کې وویل، طالبان نه دي توانېدلي چې په هېواد کې یو پراخ بسنټه سیاسي نظام جوړ کړي.

نیکلسن ویلي، طالبانو تېر کال د قانوني حکومت په پرځولو د څو لسیزو جګړو د پای ته رسولو په اړه خپلې ژمنې ماتې کړې خو د یوه پراخ بنسټه سیاسي نظام په جوړولو کې پاتې راغلي دي.

د اروپايي اتحادیې د ځانګړې استازي په وینا طالبانو د افغانانو له غوښتنو انکار کړی او د ښځو د ټولنیزو او اقتصادي ازادیو په محدودولو یې د هغوی له بشري حقونو سخته سرغړونه کړې ده.

XS
SM
MD
LG