د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

د بشري حقونو سازمان: د ژمي په رارسېدو افغانستان له جدي بشري بحران سره مخ دی


يو شمېر بې‌وزله افغانان
يو شمېر بې‌وزله افغانان

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په افغانستان کې را روان ژمي ته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې، دا هېواد د تېر کال په دوبي کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته له تر ټولو ناوړه بشري بحران سره مخامخ دی.

د طالبانو حکومت بیا په بهر کې د افغانستان د مرکزي بانک د ملیارډونو ډالرو د شتمنیو کنګل کېدل په افغانستان کې د روان بشري بحران اصلي عامل بولي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، په افغانستان کې بشري وضعیت په تېر یوه کال کې ډېر خراب شوی دی.

دې سازمان دغه څرګندونې په هغه راپور کې کړي چې، پرون سې شنبې یې له افغانستانه د وروستي امریکایي سرتېري د وتلو د یوې کلنې کلیزې په مناسبت خپور کړی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د افغانستان له نوي سلنه زیاتو وګړو په تېر یوه کال کې کافي خوراکي موادو ته لاسرسی نه درلود.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو مسولې هیدر بار تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، یوازې بشري مرستې د یوه هېواد اړتیاوې نه‌شي پوره کولای.

نوموړې ويلي: "موږ ټول باید په دې ځان پوه کړو چې په افغانستان کې به ډېر ژر یو بل ژمی پیل شي. هغه کسان چې د تېر کال له بحران څخه ژغورل شوي، که وضعیت بدل نه‌شي، ښایي سږ کال و نه‌شي کولای چې له بحران سره مقابله وکړي. هیڅ یو هېواد نه‌شي کولای چې یوازې پر بشري مرستو متکي وي. دا هم مهمه نه‌ده چې مرستې په کومه اندازه سخاوتمندانه دي."

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو مسوله هیدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو مسوله هیدر بار

د بشري حقونو د څار سازمان وایي، په افغانستان کې نژدې شل ملیونه وګړي چې د دې هېواد د نفوس نیمایي برخه جوړوي، د خوراکي نه خوندیتوب له درېیمې یا څلورمې درجې سره مخامخ دي.

درېیمه درجه یې خوراکي بحران او څلورمه یې د خوراکي موادو بېړني حالت ته ویل کېږي.

د طالبانو حکومت بیا د امریکا حکومت ګرم بولي چې د افغانستان شتمني یې کنګل کړې ده.

د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په دې وروستیو کې یوې چینایي رسنۍ سره په مرکه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان شتمني باید ازاده شي.

نوموړي ويلي: "بې‌وزلي او بې‌کاري ولې زیاته شوې ده؟ هغوی (امریکا) د افغانستان شتمني چې مسلم حق یې دی، هلته کنګل کړې ده. طبعاً چې بې‌کاري زیاتیږي. کله چې د افغانستان د خلکو دغه ښکاره حق او شتمني کنګل کېږي، ان سوداګر نه‌شي کولای چې خوراکي مواد له یوه هېواده افغانستان ته را وارد کړي."

د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي
د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي

د تېر کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان بانک اوه ملیارډ ډالره شتمني د امریکا په بانکونو کې کنګل کړی شوې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د یوه فرمان په صادرولو سره د دغې شتمنۍ نیمایي برخه یعنې درې نیم ملیارډ ډالره یې پرامریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمې د تروریستي برید د قربانیانو د کورنیو حقوقي دعواوو ته ځانګړې کړې او پاتې نورې یې په مشروط ډول چې هغه به د طالبانو لاس ته نه لویږي، بلکې د افغانستان خلکو ته رسیږي، ازادي کړي دي.

خو د اقتصادي چارو د کتونکو په باور دغه کنګل شوې شتمني د مصرف لپاره نه بلکې د افغانستان د بهرنیو اسعارو یوه زېرمه ده چې د افغانۍ د ثبات ساتلو لپاره ډېره مهمه ده.

XS
SM
MD
LG