د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

يو امريکايي چارواکی: طالبانو له نړيوالو سره له کړيو ژمنو سرغړونه کړې


طالب سرتېری
طالب سرتېری

یو امریکايي چارواکی وايي، طالبانو له هغو ټولو ژمنو سرغړاوی کړی دی چې د دوی مرکچیانو له نړۍ سره کړې وې.

د ولسمشر جو بایډن یو لوړپوړي یاور راب برشینسکي چې د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو لوړپوړی رئیس هم دی، دا څرګندونې د ازادي اروپا/ ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې کړي دي.

راب برشینسکي د ازادي راډیو د خبر له مرکزي څانګې سره په دې مرکه کې طالبان د ژمنو په ماتولو تورن کړل او ویې ویل دې ډلې ټولې "هغه ژمنې ماتې کړي چې مرکچیانو یې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو بحثونو کې کړې وې."

ښاغلی برشینسکي د ولسمشر جو بایډن ځانګړی یاور او د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو د برخې مشر دی.

نوموړي وویل: "موږ دوی (طالبانو) سره د دوی پر ژمنو حساب کوو او دوی خپلې ژمنې ماتې کړي دي. هغه که د ښځو د حقونو په اړه وې او که په نورو مسألو وې، طالبانو بیانونه ورکړي خو ډېر کله له خپلو خبرو په شا شوي دي."

د کال په پوره کېدو لا هم طالبانو د نجونو ښوونځيو ته د پرانيستلو اجازه نه ورکوي، پر ښځو او رسنيو يې بېلابېل محدوديتونه لګولي دي.
د کال په پوره کېدو لا هم طالبانو د نجونو ښوونځيو ته د پرانيستلو اجازه نه ورکوي، پر ښځو او رسنيو يې بېلابېل محدوديتونه لګولي دي.

راب برشینسکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ولسمشر جو بایډن له‌خوا له افغانستان څخه په اله ګوله د امریکايي سرتېرو د ایستلو کال پوره شو خو لا هم په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي او ښځې په ډېرو ادارو کې له کار کولو منعه شوې دي.

همدارنګه لا هم په افغانستان کې یو شمېر هغه افغانان پاتې دي چې په دې هېواد کې یې د امریکا له نظامي ماموریت سره همکارې کړې وه او دا مهال یې ژوند له ګواښ سره مخ دی.

برشینسکي وویل، له افغانستان څخه به ددې کسانو ایستلو ته دوام ورکړي.

نوموړي ويلي: "موږ د هغو افغانانو ایستلو ته دوام ورکوو چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سره نژدې کار کړی. دا کار په تېر اګست کې پای ته ونه رسېده."

ولسمشر جو بایډن ته نژدې دې امریکايي چارواکي زیاته کړې چې، دوی طالبانو ته دا روښانوي چې که د نړیوالې رسمیت پېژندنې په اړه وي او که د مالي ملاتړ په اړه، طالبان باید پر هغو هوکړو عمل وکړي چې له نړیوالې ټولنې سره یې کړي دي.

پر کابل د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ راهېسې څه باندې کال پوره شوه خو د طالبانو حکومت لا هم سرپرست دی او تر اوسه د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG