د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

د "سن بیترز بورګ" په اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان يو پلاوی روسيې ته تللی


د سنت پیترزبورګ اقتصادي غونډه
د سنت پیترزبورګ اقتصادي غونډه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو پلاوی، چې د سن بیترز بورګ په اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی، وايي چې د دې غونډې په ترڅ کې به هڅه وکړي د غنمو، ګازو او تېلو پر وارداتو خبرې وکړي.

د دې خونو مرستیال خانجان الکوزي تېره شپه ازادي رادیو ته وویل، په دې نړیوال کنفرانس کې د کابو ۹۰ هېوادونو، شرکتونو او موسسو استازي ګډون کوي.

ښاغلي الکوزي په دې غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون د هدف په اړه وویل: "د افغانستان او روسیې راکړه ورکړه خورا کمه شوې ده. خصوصاً روسیې ته د افغانستان صادرات. افغان پلاوی هڅه کوي چې په هېواد کې د تېلو او غنمو د بیو د لوړېدو له کبله له روسي شرکتونو سره قراردادونه لاسلیک کړي او له دغه هېواده ډیر غنم او تېل وارد کړي."

د سن پیترزبورګ اقتصادي فورم د چهارشنبې په ورځ پیل شو او نن هم دوام کوي.

د افغانستان سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزی
د افغانستان سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو یوه بل مرستیال میرویس هوتک تاس خبري اژانس ته ویلي چې پرون (پنجشنبې) یې د افغان او روس سوداګرو د همکاروی د زیاتېدو په اړه یو تفاهملیک لاسلیک کړ.

مخکې روسي رسنیو راپور ورکړی و چې په مسکو کې د افغانستان د سفارت طالب شارژدافېر جمال ناصر غروال ته هم د سن پیترزبورګ په پنځه ویشتمه اقتصادي غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده خو وروسته یې دا خبر رد کړ.

XS
SM
MD
LG