د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

يونان کې له ډوبې شوې بېړۍ د يو شمېر افغانانو په ګډون ۲۹ تنه ژغورل شوي


ارشيف
ارشيف

په یونان کې د کډوالو د یوې بېړۍ له ډوبېدو وروسته د يو شمېر افغانانو په ګډون ۲۹ تنه ژغورل شوي، خو لسګونه کسان لا هم تري تم دي.

د یونان چارواکو د کارتاپوس ټاپو په ختیځ سمندرګي کې پرون د ژغورنې پراخ عملیات پيل کړل.

اسوشتید پریس ویلي، د کډواله ډوبه شوې بېړۍ کې اتیا تنه سپاره و او د ایټالیا پر لور روانه وه.

د یونان د سمندر غاړې ساتونکو ویلي، پرون یې وکولای شوای چې ۲۹ تنه وژغوري چې ټول یې نارینه و.

دوه تنه ژغورل شوي د هلي کاپټرې په مټ له سمندره ایستل شوي او ۲۷ نور د هغو ټانکرونو په وسیله را ایستل شوي چې له همدې سمندري لارې تېرېدل.

اسوشیتید پریس ویلي، ژغورل شویو کې د افغانستان، عراق او ایران وګړي شامل دي.

دوی وایي، بېړۍ کې د ۶۰ تر ۸۰ پورې کډوال سپاره و.

په تري تم شویو کډوالو پسې د ژغورنې عملیات روان دي، خو تر پرون پورې د بل کوم کس د ژغورنې خبر نه و خپور شوی.

ژغورل شویو کډوالو ویلي، بېړۍ یې له انتالیا نه روانه شوې وه او ایټالیا ته یې د تګ هوډ درلود چې د شپې په تیاره کې ډوبه شوه.

ویل کېږي چې په سیمه کې توندو بادونو د ژغورنې چارې ټکنۍ کړي دي.

د ژغورنې په دغو عملیاتو کې له یوې هلي کاپټرې، د سمندري ځواکونو له دوو بېړیو او دریو سوداګریزو بېړیو نه کار اخیستل کېږي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته له دغه هېواد بهر ته د تلونکو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

دا کډوال هڅه کوي چې په لومړي ګام کې ځان پاکستان، ایران یا ترکیې ته وباسي او بیا له هغه ځایه دریم هېواد عمدتا اروپا ته ځانونه ورسوي.

XS
SM
MD
LG