د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

د کډوالو چارو وزیر: ترکیې او يونان ژمنه کړې چې افغان کډوال به په زوره نه باسي


ارشیف، اروپا ته تلونکی کډوال
ارشیف، اروپا ته تلونکی کډوال

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وایي، ترکي او يوناني چارواکو ورسره په يادو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري ژمنې کړې دي.

دی وايي، ترکیې او يونان ورسره ژمنه کړې چې افغان کډوال به په اجباري توګه له خپلې خاورې نه باسي.

سید حسین عالمي بلخي د دوشنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې ترکیې او یونان ته یې د خپل سفر پرمهال د يادو هېوادونو له چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي
د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي

​نوموړي زیاته کړه:

"هغه کډوال چې له ایرانه ترکیې او يا نورو ځایونو ته لېږدول کېږي، دوی قربانیان دي او موږ باید د قربانیانو پر وړاندې د مبارزې پر ځای چې له مرګه د تېښتې لپاره نورو هېوادونو ته پنا وړي، د قاچاقبرانو پر وړاندې مبارزه وکړو، ما هلته دا ټینګار وکړ چې افغانستان لا هم يو ناامنه هېواد دی او هغه خلک چې دغو هېوادونو ته ځي، دا په دې معنا نه ده چې دوی يو ارام ژوند پرېږدي او کډوالۍ ته زړه ښه کوي."

د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزیر د ایران، ترکیې او روسیې له لارې اروپايي هېوادونو ته د تلونکو افغان کډوالو د شمېر د کموالي خبره هم وکړه، خو دقیق ارقام یې وړاندې نه کړل.

ښاغلي بلخي وویل، په ټوله کې له ياد مسیره د يوه کال په موده کې يو لک او اویا زره کډوال له بېلابېلو هېوادونو اروپا ته تللي چې زیات شمېر افغان کډوال هم په کې شامل دي.

زیاتره هغه افغان کډوال چې غواړي، ځانونه اروپا ته ورسوي، له ایران، ترکیې او يونان څخه د ټرانزیټ په توګه استفاده کوي.

هغه افغان کډوال چې په یادو هېوادونو کې مېشت دي، تل یې د امکاناتو له نشتوالي او له دوی سره د ناوړه وضعیت له امله شکایتونه کړي دي.

څه موده وړاندې د الیاس هادي په نوم يوه افغان کډوال د يونان له موریا کمپ څخه د ټیلیفوني پيغام له لارې ازادي راډیو ته وویل چې په دغه کمپ کې افغان کډوال له وژنو نیولې، تر جنسي ځورونو، وهلو ټکولو او ډول ډول نورو ستونزو سره مخ دي.

افغان چارواکو په کراتو په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د هواري او اړوندو هېوادونو په دې برخه کې د همکارۍ ژمنې کړي، خو د نړیوالو چارو کارپوه داوود مایار وايي چې د هېوادونو مشران يوازې ژمنې کوي، خو په عمل کې هېڅ هم نشته.

ښاغلی مایار وايي، يو شمېر هېوادونه د مهاجرت له موضوع د سیاسې وسیلې په توګه کار اخلي.

ده زیاته کړه:

"زما په اند دوی تر هغه حده پورې دا مسایل عملي کوي چې د دوی سیاسي ګټې ورسره نغښتې وي او يا سیاسي اړخ یې داسې وي چې کله دوی وغواړي چې د افغانستان حکومت ته وښيي چې دا دی موږ له تاسو سره ښې اړیکې لرو، نو بیا هلته کډوالو ته يوه اندازه اسانتیاوې برابروي."

ښاغلی مایار له افغان حکومته غواړي چې په کور دننه خلکو ته د کاري زمینې او نورو اسانتیاوو په برابرولو سره د کډوالۍ مخه ونیسي.

خو په ټوله کې د امنیت نشتوالی، اقتصادي ستونزې، بېکاري او يو شمېر نور مسایل هغه څه دي چې له امله یې افغان کډوال اړ کېږي چې خپل هېواد پرېږدي او د هوسا ژوند په لټه يوه سخت سفر ته چې له مرګه او ډول ډول نورو ستونزو خالي نه‌ دی، زړه ښه کړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG