د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

د يونان کمپونو کې افغان پناه غوښتونکي په ډېر ناوړه وضعیت کې ژوند تېروي


لسبوس کې کډوال
لسبوس کې کډوال

د يونان لسبوس ټاپو د هغو کډوالو لپاره چې غواړي ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي، لومړنی تم ځای دی.

که څه هم په دغه ټاپو کې د کډوالو لپاره د ژوند اسانتیاوې ډېرې کمې دي، خو بیا هم د افغانستان په ګډون د سوریې، عراق، ایران، پاکستان او ځینو افریقايي هېوادونو څخه زرګونه کډوال دغه ټاپو ته ځانونه رسوي او غواړي له دې لارې نورو هېوادونو ته لاړ شي.

په لسبوس ټاپو کې موریا هغه کمپ دی چې د څه باندې درېیو زرو کسانو د اوسېدو ظرفیت لري، خو اوس‌مهال په‌دغه کمپ کې نږدې لس زره کډوال دېره دي چې يو لوی شمېر یې افغانان دي.

په دغو افغان کډوالو کې يو هم الیاس هادي چې د موریا په کمپ کې یې لس میاشتې تېرې کړي او له تېرو اوو میاشتو راهیسې د يونان په کوردالو زندان کې بندي دی.

ښاغلي هادي د ټيلیفوني پیغامونو له لارې په موریا کمپ د مېشتو افغان کډوالو د ناوړه وضعیت کیسه ازادي راډیو ته کوي:

"يو تن افغان کډوال یم، له تېرو اوو میاشتو راهیسې د يونان په کوردالو زندان کې بندي یم، په موریا کمپ کې په افغانانو فشار راوړل کېږي، دوی وژني، غلا ورڅخه کوي، وهل ټکول ورکوي، دلته متهل او مجرد، ځوان او سپین ږیری نشته، په نوم چې افغان وي بدبخت دی، له کډوالۍ تېر شئ په‌خپل هېواد کې پاتې شئ، په موریا کمپ کې ډېرې ستونزې وینئ."

لسبوس کې کډوال
لسبوس کې کډوال

د دغه افغان کډوال په خبره، په موریا کمپ کې تر ټولو لویه ستونزه د امنیت او خونديتوب دی، هغه ستونزه چې له امله ډېری افغان کډوال د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کېږي.

خو له دې ټولو سره-سره د افغان کډوالو لپاره تر موریا کمپ رسېدل هم له مرګه کم نه‌دي، دوی تر موریا پورې رسېدلو لپاره څو څو ځله د بې رحمو قاچاقبرانو لاسونو ته لوېږي، په لارو کې له لوټ، غلا، وهل ټکول، يرغمل، جنسي تېري، د ځینو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو له ډزو او له زندانونو سره هم مخ کېږي.

ملګري ملتونه وایي، هغه نارینه او ښځې چې له خپلو هېوادونو څخه د جګړو له خطره تښتېدلي دي، د یونان په موریا کمپ کې د قاچاق او ناوړه ګټه اخېستنې خطرونو ایسار کړي دي.

د یونان په لسبوس ټاپو کې د موریا کمپ او په لیبیا کې د خطرناکو کډوالو لپاره توقیف‌ ځایونه هغه بېلګې دي چې د ملګرو ملتونو په باور کېدای شي اروپا ته د پناه غوښتونکو د ورتلو د مخنیوي په برخه کې د اروپایي مشرانو یوه ناکامه تګلاره وګڼل شي.

د بې پولو ډاکټرانو د سازمان په حواله په موریا کمپ کې د ژوند شرایط وحشتناک دي او روغتيايي اسانتیاوو ته لاس په کې بیخي د منلو نه دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې ویاند نادر فرهاد بیا وايي چې ټول هېواد باید له پناه غوښتونکو سره د نړیوالو کنواسیونو په رڼا کې چلند وکړي او هغوی چې په شرایطو برابر دي باید ورته پنا ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو د ادارې ویاند نادر فرهاد
د ملګرو ملتونو د ادارې ویاند نادر فرهاد

نوموړی وايي:

"له پناه غوښتونکو سره پرته له دې چې هېواد او قوم ته یې وکتل شي باید د يوه پناه غوښتونکي په توګه ورسره چلند وشي، هغه که افغان وي، سوريايي وي، عراقي او يا هم د کوم بل هېواد تبعیض باید ورسره ونه‌شي او که د پناه غوښتنې له شرایطو سره برابر وي باید ورته رسېدنه وشي."

ښاغلی فرهاد په يونان کې د افغان پناه غوښتونکو ستونزو او وضعیت ته رسېدنه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ځانګړي توګه په هغه هېواد کې د مېشت سفارت دنده بولي او ورڅخه غواړي چې په‌دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

خو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې د راپور له مخې د يونان په کمپونو او توقیف ځایونو کې د کډوالو د شمېر د زیاتوالي له امله د قضیو ارزونه میاشتې او کلونه نیسي چې دې چارې د کډوالو په رواني وضعیت ناوړه اغېزه کړې او ان تر دې چې ځیني کډوال ځان وژنې ته اړ شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په يونان کې د افغان پناه غوښتونکو له ستونزو او ناوړه وضعیته سترګې نه پټوي او په نږدې راتلونکي کې په دغه هېواد کې د افغان پناه غوښتونکو د وضعیت اروزنې او ستونزو ته د رسېدنې په هدف يونان ته د يوه لوړ پوړي پلاوي د سفر خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند صبغت احمدي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه دوی ته ډېره مهمه ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي

دی وايي:

"موږ ټول موارد څېړو، د مهاجرینو مسئله موږ ته ډېر اهمیت لري، ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې له افغانستانه يو لوړ پوړی پلاوی په ټولیز ډول د کډوالو د وضعیت د اروزنې لپاره د يونان اتن ته لاړ شي."

ښاغلی احمدي وايي، په يونان کې مېشت د دغه وزارت کارکوونکو په فردي ډول تل هڅه کړې چې د افغان پناه غوښتونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

له بهرنیو چارو وزارت څخه مو په يونان کې د افغان پناه غوښتونکو د شمېر پوښتنه هم وکړه، خو هغوی په دې اړه دقیق معلومات نه‌لرل.

د امنیت نشتوالی، اقتصادي ستونزې، بې کاري او يو شمېر نور مسایل هغه څه دي چې له امله یې افغان کډوال اړ کېږي چې خپل هېواد پرېږدي او د هوسا ژوند په لټه د يوه سخت سفر چې له مرګه او ډول ډول نورو ستونزو خالي نه‌دی، زړه ښه کړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG