د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

شپږيزه ليګ؛ بُست ساتونکي لوبډله تر دې دمه مخکښه ده


شپږيزه ليګ
شپږيزه ليګ

د حشمت الله شهیدي په مشرۍ بُست ساتونکي لوبډلې یکشنبه د شپږیزې بل مخکښ ټیم سپين غر ته چې ماته یې نه وه خوړلې په لسو منډو ماتې ورکړه.

بست ۱۴۶ منډې کړې وې خو سپين غر ۱۳۶ جوړې کړې.

د پرون بله لوبه بندامیر د هندوکش په وړاندې په اوه وېکټو وګټله.

تمه ده د شپږیزې په دوام کې کابل بازان او امو نهنګان مخ شي او بله لوبه مس عینک او پامیر زلمي تر منځ پلان شوې.

شپږیزه د افغانستان د کرېکټ شل اوریزې تجارتي سیالۍ دي چې د افغانستان ملي لوبغاړي او ځینې بهرني کرېکټران هم په‌کې حضور لري.

XS
SM
MD
LG