د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

سيګار: د طالبانو لخوا د ښځو ځپنه لا هم دوام لري


يو شمېر اعتراض کوونکې مېرمنې
يو شمېر اعتراض کوونکې مېرمنې

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا څارونکې ادارې، سیګار په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ بللی دی.

سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو ځپنه دوام لري، پرې محدودیتونه لازیات شوي او له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کونکو ته اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې ښوونځيو ته لاړې شي.

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا څارونکي ادارې سیګار په دغه درې میاشتني راپور کې چې د امریکا کانګرس ته یې استولي، د نورو مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته کتنه په‌کې شوې.

سیګار ویلي، بشري حقونو په تېره د ښځو حقونو ته د درناوي لپاره د امریکا او د نړیوالې ټولنې له پرله‌پسې غوښتنو سره - سره داسې ښکاري چې طالبان ټول هغه محدودیتونه پر ښځو او نجونو لګوي چې د خپلې نویمې لسیزې د لومړۍ واکمنۍ په دوره کې یې پر هغوی لګولي و.

په راپور کې د طالبانو د بیا واکمنۍ لومړیو ورځو ته په اشاره د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد هغه څرګندونې را اخیستي چې ویلي و، ښځو او نجونو ته به د اسلامي شریعت له مخې حقوق ورکړل شي.

خو سیګار په دې راپور کې ویلي چې د طالبانو حکومت د نړیوالو معیارونو له مخې د بشري حقونو په برخه کې هیڅ ژمنې نه‌دې کړي، بلکې طالبان لا پر ښځو نویو محدودیتونو لګولو ته دوام ورکوي.

طالبانو په بېلابېلو برخو کې پر ښځو محدوديتونه لګولي دي.
طالبانو په بېلابېلو برخو کې پر ښځو محدوديتونه لګولي دي.

سيګار د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو د برخې د مسولې هیدر بار پر څرګندونو ټینګار کړی چې ویلي یې دي، هغه چې په اوس وخت کې په افغانستان کې روان دي، په نړۍ کې د ښځو تر ټولو جدي بحران ګڼل کېږي.

هيدر بار ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یو وار بیا خپله اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: "ټکان ورکونکې ده چې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې د خپل جنسیت پر اساس له زده کړې بې برخې شوي دي. طالبان باید فوري اقدامات وکړي او ښوونځي د ټولو نجونو پرمخ پرانیزي. همدارنګه د ښځو او نجونو په وړاندې ټولې سرغړونې پای ته ورسوي."

د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو د برخې مسؤله هیدر بار
د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو د برخې مسؤله هیدر بار

نږدې یو کال کېږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تلو منع کړای شوي دي.

د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو د بېرته پرانيستلو لپاره د نړیوالو د غوښتنې ترڅنګ پره کور دننه هم غوښتنې ډېرې مطرح کېږي.

په دې ترڅ کې پرون سې شنبې په کابل کې د ښځو د بشري حقونو مدافع ډلو په یوه غونډه کې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو د بېرته پرانيستلو غوښتنه وکړه.

دوی ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته د نجونو د نه پرېښودو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او په یوه پرېکړه لیک کې یې له نړیوالې ټولنې په تېره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ له سازمان څخه وغوښتل چې د زده کړو په برخه کې د افغان نجونو د غوښتنو ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG