د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

نیویارک پوسټ: د امریکا له وتو وروسته افغانې ښځې وېره او ډار کې اوسي


ارشیف: افغان مېرمنې
ارشیف: افغان مېرمنې

نیویارک پوسټ:

نیویارک پوسټ ورځپاڼه په خپل یو سرلیک وايي، د ځنګله قانون: افغانې ښځې له هېواده د امریکا له وتلو وروسته په وېره او ډار کې اوسي.

ورځپاڼې جلال آباد کې د یوې ۲۳ کلنې خبریالې خبره را اخیستې چې وايي، له افغانستانه د امریکا تر وتلو مخکې یې ښه ژوند درلوده او کولای شول څو د ژوند په بېلابېلو برخو کې ونډه واخلي خو د رژیم له بدلون سره اوس په اسانۍ نه شي کولای کار وکړي.

وړاندې ورځپاڼه کې راغلي، چې افغانستان اوس د میلیونو ښځو او نجونو لپاره د کور حیثیت نه لري، خلک د لرغونو وختونو دوران ته ستانه شوي او ښځې یو ځل بیا هغه دوران ته ستنې شوي چې خپل مخونه باید په چادري کې پټ کړي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت څو میاشتې مخکې ښځو او په ځانګړې توګه د تلوېزیون ښځینه ویاندویانو ته وویل، چې په عام محضر کې مخونه پټ کړي.

ورځپاڼه لیکي، چې هغه ښځې چې پخوا یې په مهمو دولتي څوکیو کار کاوه اوس نه لیدل کېږي. د ترفیع، ترقۍ، تعلیمي او ورزشي مهمو مقامونو ته درسېدلو لپاره یې هیلې په سیند لاهو شوې او اوس یواځې د خپلې بقا لپاره زیار باسي.

د پنجشېر څخه د ښځو د حقوقو یوې فعالې نیویارک پوسټ ته ویلي، داسې احساس کوي چې د تېرکال د اګسټ له پنځلسمې وروسته چې طالبانو کابل ونیوه ژوندۍ نه ده.

هغه وايي، کله چې له کوره راووځي طالبان یې پوښتي چې محرم یې څوک دی ؟ او چېرته ځي؟

وروسته له دې چې طالبان واک ته ستانه شول د ښځو او نجونو په کار او تعلیم یې سخت بندیزونه ولګول، له شپږم ټولګي پورته نجونو ته تراوسه هم د زدکړو د دوام اجازه نه ده شوې.

په ۱۹۹۰ کلونو کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړي دوران کې هم په ښځو ورته بندیزونه لګول شوي وو.

خو طالبان اوس وايي، چې ښځو ته یې د روزنې، روغتیا او د کورنیو چارو د وزارت په ځینو برخو کې د کار اجازه ورکړې خو ډېری ښځې دا ګام کافي نه ګڼي.

ډیلي مېل:

بلخو ډیلي مېل ورځپانې د یوې هغې ویډیو په هکله یو مطلب خپور کړی، چې په خواله رسنیو کې یې نشر په اسټرالیا کې یو افغان پناه غوښتنکي ته ستونزې رامنځته کړي دي.

ورځپاڼه لیکي کله چې د رستم راضیف په نامه یو مشهور اسټرالیایي ټیک ټاکرپه یوه دوکان کې د یوه افغان پناه غوښتنکې د سودا اخیستلو پیسې له خپله جیبه پرېکړې او ویډیو یې خپره کړه نو د عیسی په نامه دغه افغان دا کار ځانته سپکاوی وګاڼه.

عیسی ویلي، چې د ویډیو له خپرېدو وروسته یې خپلوانو او ملګرو د نړۍ له ګوټ ګوت څخه ورسره تماس نیولی او د مرستې وړاندیز یې ورته کړی؟

رستم راضیف ټیک ټاکر دغه ویډیو د عیسی له اجازې پرته تېره میاشت په خواله رسنیو کې خپره کړه او شپږ میلیونو کسانو ولیده.

راضیف مخکې هم دا ډول نورې ویډیوګانې جوړې او خپرې کړې وې.

عیسی ویلي، چې خپله افغان پناه غوښتونکی دی او د خپل خصوصي حریم د ساتنې لپاره د خواله رسنیو له خپرونو ډډه کوي او د ویډیو خپرېدو یې اندېښمن کړی دی.

عیسی ویلي، چې دافغانستان روانو حالاتو د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کړی خو ګدایګر نه دی.

رستم راضیف د عیسی له دې خبرو وروسته ورڅخه بخښنه غوښتې او ویلي دي، چې فکر یې نه کاوه چې د ویډیو خپرېدل به یې جنجال را منځته کړي.

XS
SM
MD
LG