د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

نړيوال بنسټونه: تېرو شپږو مياشتو کې ايران تر ۲۵۰ ډېر کسان اعدام کړي


ايران کې تر اعدامونه تر ډېره په عام محضر کې کېږي
ايران کې تر اعدامونه تر ډېره په عام محضر کې کېږي

د بشري حقونو دوو ادارو ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په ایران کې تر ۲۵۰ ډېر کسان اعدام شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان او د عبدالرحمن برومند په نوم بنسټ چې دفتر یې په واشنګټن کې دی، د چهارشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې هغه څه وغندل، چې په ایران کې وحشتناک اعدامونه بلل شوي دي.

يادو بنسټونو پرون چهارشنبه (د جولای ۲۷مه) په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي، په ایران کې د تېرو شپږو میاشتو پر مهال تر ۲۵۰ ډېر کسان اعدام شوي دي.

د ازادۍ راډیو د ایرانۍ څانګې راډیو فردا خبریال روزبه بوالهري وايي، دا ګډه اعلامیه وروسته له هغې خپره شوه، چې یو تن په ایران کې په عامه اعدام شو.

نوموړي ويلي: "دا بیانیه څو ورځې وروسته له هغې خپره شوه، چې په فارس ولایت کې یو تن په عام محضر کې اعدام شو، دا په تېرو دوو کلونو کې لومړی وار و، چې یو تن په ایران کې په عامه اعدام شو. مخکې د ایران اسلامي جمهوریت په عامه محضر کې د اعدامونو له کبله له فشارونو او انتقادونو سره مخامخ شوی و."

نړيوالو بنسټونو ايران کې د اعدامونو د بندېدو غوښتنه کړې
نړيوالو بنسټونو ايران کې د اعدامونو د بندېدو غوښتنه کړې

د بخښنې نړیوال سازمان او د عبدالرحمن برومند بنسټ په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو په چټکۍ اعدامونو ته مخه کړې ده او دغو ادارو په ایران کې د اعدامونو د وحشتناکې څپې د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

د دغو ادارو په وینا په اعدام شویو ۸۶ هغه کسان شامل دي، چې د مخدره موادو په تړاو اعدام شوي چې د نړیوالو قوانینو پر اساس په دې جرم باید څوک اعدام نه شي.

که څه هم ایراني چارواکي وايي د اعدامونو هدف په ایران کې د جنایتونو د پېښو کمېدل دي، خو د راډیو فردا خبریال روزبه بوالهري وايي: "ایا په ایران کې د جرم او جنایت پېښې کمې شوي؟ نه په هېڅ وجه نه دي کمې شوي. موږ وینو که اعدامونه روان دي، ورسره جرمونه او جنایتونه هم روان دي، ټولنیزې ناخوالې هم روانې دي، چې نور دلیلونه لري او یو یې په ایران کې زیاتېدونکې ګراني او بېوزلي ده."

دا مهال د نړۍ په څه باندې ۱۴۴ هېوادونو کې د اعدام سزا د قانون له مخې منع شوې یا هم اعدامونه په کې بند شوي دي.

XS
SM
MD
LG