د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

خامنه ای: له سعودي به د "النمر" په خاطر الهي انتقام واخیستل شي


ایران د سعودي عربستان له خوا د یوه وتلي شیعه روحاني او په لسګونو نورو شیعه ګانو د اعدامولو په وړاندې سخت عکس العمل ښکاره کړ.

ریاض ویلي چې دغه کسان یې د ترورېزم په جرم اعدام کړي خو تهران وایي چې دغه شیعه روحاني مشر نه خلک وسله والې مبارزې ته رابللي او نه یې هم د کودتا نیت درلود.

د ايران ستر مذهبي مشر ايت اله علي خامنه اي سعودي عربستان ته خبردارى ورکړ چې د یوه وتلي شیعه روحاني د اعدام په خاطر به الهي انتقام ترې واخیستل شي، خو رياض تهران تورن کړ چې د ترورېزم ملاتړ کوي.

دا انتقادونه څو ساعته وروسته له هغې کېږي چې مظاهره چيانو په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت يرغل وروړ.

سعودي عربستان پرون د شيعه روحاني نمر باقر النمر او ٤٦ نورو کسانو د اعدام اعلان وکړ.

په دې ډله کې درې نور شيعه مخالفین او د القاعده ګڼ سخت دريځي غړي هم شامل دي.

د سعودی عربستان د کورنیو چارو وزرات یوه ویاند منصور الترکي وویل:

"نن سهار، شنبه د جنوري په دوهمه موږ د قضایي امر په اساس د ترورېزم په جرم په اعدام محکوم شوو ۴۷ تنو باندې دغه سزا تطبیق کړه. پر هر یوه د شریعت پر اساس د اعدام حکم تطبیق شو."

د سعودي عربستان د عدليې وزارت وياند منصور الجعفري پرون وويل چې د تروريستي مسايلو د څېړلو د ځانګړې محکمې له ايجاد راهيسې دوه زره ٢٢٥ تروريستي قضيې څېړل شوي او په دغو قضيو کې ٦زره ١٢٢ کسان تورن پېژندل شوي دي.

په تهران کې توندلارو مظاهره چيانو تېره شپه د سعودي عربستان پر سفارت يرغل وروړ، هلته يې اورونه بل کړل او له بام نه يې کاغذونه وشيندل.

ايراني چارواکي وايي،٤٠ مظاهره چيان يې نيولي، خو توندلارو مظاهره چيانو نن هم د عربستان سفارت ته نژدې د نورو مظاهرو د راايستلو خبردارى ورکړى.

نمرپه ۲۰۱۲ میلادي کال کې له نیول کېدو مخکې په سعودي عربستان کې چې اقلیت شیعه ګان په ټولنه کې په انزوا کې دي، د مظاهره کوونکو اصلي څېره وه.

هغه د ترورېزم په تور مجرم پېژندل شوی خو ایران وايي چې هغه هېڅ کله هم شخړې نه دي لمسولي.

د سعودي عربستان له خوا دغه اعدام په سیمه کې شیعه ګانو په پراخه پیمانه غندلی دی.

د ایران سترمذهبي مشر خامنه اي په هغې اعلامیی کې چې نن یې خپره کړې ویلي چې نمر هېڅ کله هم خلک دې ته نه ولمسولي چې وسلې ته لاس کړي او نه یې هم کودتا پلان کړې وه.

نوموړي ویلي یواځینی شی چې هغه کړی په ښکاره یې د حاکم رژیم پر ضد د اعتراض غږ اوچت کړی دی.

خو د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، د اعدام په غندلو سره ایران خپله اصلي څېره بربنډه کړه چې دا هېواد د ترورېزم ملاتړ کوي.

د بهرنیو چارو وزرات تهران په پټه د فرقه یي شخړو په ملاتړ تورن کړ او زیاته یې کړه چې د تروریستي اعمالو په دفاع سره ایران هم په سیمه کې د دې جنایتونو یوه برخه ده.

له دې مخکې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک ژمنه کړې وه چې د سعودي د حاکم سوني سلطنتي نظام څخه به سخت غچ واخلي.

ایران مخکې هم خبرداری ورکړی و چې د دغه روحاني مشر اعدام به سعودي عربستان ته ګران تمام شي.

په سیمه کې عراق چې حاکم شیعه رژیم یې له تهران سره نژدې اړیکې لري، د دې هېواد وتلو مذهبي او سیاسي مشرانو ویلي چې په دغه اعدام سره به یې له ریاض سره اړیکې لانجمنې شي.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي خبرداری ورکړ چې د نمر اعدامول به د سیمې پر امنیتي وضعیت ناوړه اغېز وکړي.

هغه په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د مخالفینو د غږونو غلي کول او اعدامول به له دې پرته چې نور خرابۍ رامنځ ته کړي، بله نتیجه ونه لري.

د عراق وتلي شیعه مشر مقتدا صدر د نمر د اعدام په وړاندې د اعتراض لپاره په عراق او خلیج هېوادونو کې د مظاهرو غږ کړی دی.

په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نمر پر اعدام اندېښنه ښکاره کړه او ویلي یې دي چې هغه به ښایي په داسې وخت کې چې په سیمه کې د کړکېچ د کمولو لپاره عاجله اړتیا ده، نور هم فرقه یي شخړې راوپاروي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ مشرې فیډریکا موغیرني هم د نمر پر اعدام سخت انتقاد وکړ.

مېرمن موغیرني وویل:

"د شیخ نمر النمر قضیه د بیان د آزادي او د اساسي، مدني او سیاسي حقونو د ساتنې په هکله جدي اندېښنې رامنځته کوي."

هغې د سعودي عربستان له حکومته وغوښتل چې د خپل هېواد د مختلفو پرګنو تر منځ سوله او روغه پیاوړې کړي.

په سعودي عربستان کې دغه ۴۷ تنه پرون په ۱۲ مختلفو ځایونو کې اعدام شول او دا په روان ۲۰۱۶ میلادي کال کې لومړی ځل دی چې دا هېواد اعدامونه عملي کوي.

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې لږ تر لږه ۱۵۷ کسان په سعودي عربستان کې اعدام شوي و.

په یو بل پرمختګ کې د ایران ولسمشر د سعودي له خوا د یوه شیعه روحاني اعدامول غندلي خو په تهران کې یې د دې هېواد پر سفارت د حملې غندنه هم کړې او هغه یې بیخي غیر عادلانه بللې ده.

د ایرنا خبري اژانس د حسن روحاني له قوله خبر ورکړی چې وایي، تېره شپه د یوې سخت دریځې ډلې له خوا په تهران او مشهد کې د سعودي پر سفارت او قونسلګرۍ حمله چې په نتیجه کې یې دغو ودانیو ته زیان رسیدلی بیخي غیر عادلانه وه.

د ایران اسلامي جمهوریت باید له قانوني او مذهبي پلوه د دغو ودانیو ساتنه وکړي.

روحاني ویلي، دی په دې کې شک نه لري چې د سعودي عربستان حکومت د ده په وینا په دغه غیر اسلامي عمل سره په نړۍ کې په تیره اسلامي هېوادونو کې خپل حیثیت ته د پخوا په نسبت ډیر زیان رسولی خو د کورنیو چارو وزرات ته یې هم دنده سپارلی چې په تهران کې د سعودي پر سفارت او مشهد کې یې پر قونسلګرۍ مظاهره کوونکي په نښه او هغوی د قانون منګولو ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG