د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

فراهي: له ایراني چارواکو نه مو د افغان بندیانو د اعدامولو لړۍ بندولو غوښتنه وکړه


ه ايران كې پينځه څلوېښتو افغان بنديان اعدام شوي دي.
ه ايران كې پينځه څلوېښتو افغان بنديان اعدام شوي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د ايران د بهرنيو وزارت له چارواكو سره يې د افغان بنديانو د اعدامولو د لړۍ د بندولو په اړه خبرې كړي دي.

دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه كې وكړې.
د افغانستان د بهرنيو وزارت وايي، چې له ايراني چارواكو سره يې د افغان بنديانو د اعادامولو د لړۍ د بندولو په اړه جدي خبرې كړې دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال محمد كبير فراهي د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وويل، چې ايران ته يې په خپل سفر كې د ايران د پهرنيو چارو وزارت له چارواكو غوښتي دي، چې د افغان بنديانو د اعدامولو د لړۍ د بندولو او په دغه هېواد كې د افغان كډوالو وضيعت ته جدي پام واړوي:

"ما په ځانګړې ډول له هغوى څخه څو غوښتنې وكړې، په اعدامونو كې له حوصلې كار اخيستل، په اعدام محكوم شويو افغان محبوسينو د دوسيو بيا كتنه او په اړه يې د نظر بدلون، محبوسيونو ته د دفاع حق او د افغانستان سفارت په جريان كې پرېښودل او په ايران كې د افغان كډوالو قانوني كول."

ښاغلي فراهي دغه شان وويل، چې له ايراني چارواكو څخه يې غوښتي د هغو دوو موافقه ليكونو د پلي كولو په برخه كې هم اقدام وكړي، چې څلور كاله د مخه د دواړو هيوادونو د ولسمشرانو تر منځ لاسليك شوي ول.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وويل، چې ايراني چارواكو يواځې د شيږو افغان بنديانو اعدامول تائد كړي دي او په دې اړه يې د رسنيو راپورنه بې بنسټه او له مبالغې ډك بللي دي.

د نوموړي په وينا ايراني چارواكو د څو تنو افغان كډوالو د سوځولو موضوع هم دروغ ګڼلي ده او ويلي يې دي، چې دغه افغان كډوال د ګازو د يوې ډبې په چاودنه كې سوځيدلي دي.

خو د ښاغلي فراهي دغه څرګندونې د سناتورانو د سختو انتقادونو او غبرګونونو سره مخ شوي، په مشرانو جرګه كې د زابل ولايت سناتور ډاكټر ځلمي په ايران دا انتقاد وكړ چې له افغانستان سره په ټګي كې روان دى:

"تاسو موږ ته هغه پالیسي بیانه کړه، لکه تاسو د ایران سفیر په افغانستان کې اوسی.

موږ نور دې ته حسنه ډیپلوماټیک او مسلمان ورو نه شو ویلای، نه یې همسایه بولم، نه یې مسلمان بولم او نه هم همکار بولم، مطلق مو دښمن دی، پخوا مو ای، اېس، ای لومړی درجه دښمن و. اوس ایران لومړنی دښمن دی او ای، اېس، ای مو دویم درجه دښمن دی.

ولې مو ورته په ښکاره ورته ونه ویل، چې څه ډول د کاغذ پر مخ له موږ سره دوستي کوئ په عمل کې یې ولې راسره نه کوئ.

تاسو باید په زغرده ورته وویلي وای، چې دغه اعدامونه چې تاسو یې پټیوی، له بده مرغه موږ عیني شاهدان لرو، سناتوران لرو، د هرات ولایت وکیلان لرو، چې عملاً یې قبرونه ورته معلوم دي، د هغو په فاتحو کې یې برخه اخیستې ده.

تاسو باید اول معلومات له خپل ملت او ولس څخه اخیتسې وای او ورته به مو ویلي وو، چې راځي په هرات کې یې موږ تاسو ته قبرونه درښیو، تاسو ولې موږ ته په سپینو سترګو دروغ وايئ؟"

سناتورانو ويل، چې افغان حكومت بايد دغه موضوع په جدي ډول تعقيب كړي.

په داسې حال كې چې افغان حكومت وايي، ايراني چارواكو په دغه هېواد كې د افغان بنديانو د برخليك د معلومولو او افغان حكومت ته يې په اړه د معلوماتو د وركولو ژمنه كړې ده د ډيرو زړونو ته دا نه لويږي، چې ايران دې په خپله كړې وعده عمل وكړي.

په ايران كې د افغان بنديانو د اعدامولو او كورنيو نه يې د هر مړي د سپارلو پر سر د دوه مليونه تومانه د اخيستلو خبرې تيره اوونۍ د افغانستان په ولسي جرګه كې راپورته او تر رسنيو ورسيدې.

د دغو راپورنو له مخې په ايران كې پينځه څلوېښتو افغان بنديان اعدام شوي دي.
XS
SM
MD
LG