د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

د طالبانو د مشر څرګندونو ته غبرګونونه؛ کتونکي: د طالبانو خپلمنځي اختلافات ډاګیزه شول


د طالبانو د مشرانو او بیرغ انځور
د طالبانو د مشرانو او بیرغ انځور

د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده پر څرګندونو راز راز غبرګونونه څرګند شوي دي.

د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده پر وینا، چې پرون یې د عالمانو په لویه غونډه کې وکړه، ګڼو افغانانو تبصرې کړي دي.

ځینو ویلي، چې د طالبانو د مشر څرګندونو هغه اندېښنه په ډاګوله چې په خپلو لیکو کې یې د اختلاف له درکه لري.

ځینو نورو ته بیا د طالب مشرانو په ویناوو کې تناقض ښکاره شوی دی.

د باور غورځنګ مشر او د سیاسي چارو نظر خاوند نجیب ازاد د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده څرګندونو ته اشاره کړې چې لومړي غوښتنه کړې چې د خپلو نیمګړتیاوو د ورڅرګندولو او نقد غوښتنه کړې، دوهم پخوانیو چارواکو ته د پېغور نه ورکولو او د هغوی له تخصص څخه د ګټې اخیستو یادونه کړې، خو مشر یې بیا هم د نقد مخالفت کړی او هم د مسلکي او متخصصو کسانو د ګومارنې.

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد
د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد

ازاد وویل: د لومړي مشر (امیرالمومنین) ملا عمر وارث (ملا یعقوب) وایي: "زموږ نېمګړتیا را په ګوته کړئ، پر موږ نقد وکړئ او موږ ته مشورې راکړئ چې څه ډول افغانی او بهرنی تعامل رامنځته کړو."

د طالبانو د دوهم امیر (جلال الدین حقاني) وارث او د واک پنځوس سلنه شریک، سراج الدین وایي: "موږ باید پخوانیو چارواکو ته پېغور ورنه کړو، خپل ورونه یې وګڼو او د دوی له ظرفیت، تخصص او مسلکیتوب څخه ګټه واخلو، دوی په دولتدارۍ پوهېږي او باید په دولتدارۍ یې راګډ کړو."

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني

د طالبانو اوسنی مشر (امیرالمومنین) هییت الله اخندزاده وویل: "که څه هم موږ حق لرو چې له پخوانیو چارواکو او هر هغه چا څخه چې په پخواني نظام کې وو انتقام واخلو، خو موږ دوی ته عفوه کړې ده، دوی کولی شي په ارامه ژوند وکړي، خو د عزت او حیثیت خلک نه دي، دوی به حیثیت نه لري او نه به څوک دوی ته حیثیت ورکړي. دوی نه څوک په دولت راګډولی شي او نه موږ دوی ته اړتیا لرو."

د چارو یو بل نظر خاوند سید شاه خروټی هم د طالب مشرانو په څرګندونو کې د اختلاف څرک ویني.

خو دی په عین حال کې وايي: "شیخ هیبت الله سخت دریځی دی. د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او دفاع وزیر ملا یعقوب خبرې يې رد کړې. وایې چا چې له پخواني حکومت سره کار کړی په خپلو صفوفو کې يې مه پريږدئ."

د طالبانو مشر په خپلو څرګندونو کې ډېر تمرکز په خپلمنځي اختلافاتو درلود.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي، چې غونډه به نن هم دوام وکړي او په پای کې به پرېکړه لیک صادر کړي.

تمه کېده چې په دې غونډه کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو او په دولتي ادارو کې ښځو ته د کار د حق ورکولو په اړه هم خبرې وشي خو تر پرونه پورې د غونډې یوازې دوو برخوالو د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو یادونه وکړه.

د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده د نجونو د ښوونځیو په اړه هېڅ یادونه ونه کړه.

XS
SM
MD
LG