د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

ملا هبت الله د طالبانو ديني عالمانو غونډې ته: د نړيوالو هيڅ فرمايش نه منو


هغه د نړۍ هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې په فشارونو نه‌شي کولای طالبان له خپلې لارې یو ګام هم په شا شي.
هغه د نړۍ هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې په فشارونو نه‌شي کولای طالبان له خپلې لارې یو ګام هم په شا شي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده وایي د نړیوالو فرمایش نه مني ان که اټوم بم هم پرې استعمال کړي.

نوموړي په کابل کې د طالبانو د حکومت له لوري د علماوو په نوم په جوړه شوې لویه غونډه کې ټينګار وکړ چې نړیوال دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي.

د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله اخندزاده په لومړي ځل په کابل کې د دیني عالمانو په یوه لویه غونډه کې ګډون او خبرې وکړې.

د هغه خبرې تر ډېره له نړیوالو سره پر اړیکو، کورني امنیت، حکومتدارۍ او دغه شان خپلو وسله والو ته په نصحیتونو راټولې وې خو د افغان مېرمنو د حقونو او د نجونو د ښوونځيو د خلاصېدو په اړه يې هیڅ ونه ویل.

تمه دا وه چې ښايي په دې غونډه کې به د ښځو د کار او نجونو د تعلیم په اړه خبرې او بحثونه وشي خو له تېرو دوه ورځو راهیسې په دې اړه هیڅ نه دي ویل شوي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په دې غونډه کې په تنده لهجه وویل په هېڅ صورت به د نړیوالو فشارونو ته تسلیم نه‌شي او تعامل به ورسره ونه کړي.

هغه د نړۍ هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې په فشارونو نه‌شي کولای طالبان له خپلې لارې یو ګام هم په شا شي.

نوموړي وويل: "

دوی غواړي چې د افغانستان حکومت د دوی پر اشاره وچلېږي، مشورې موږ ته راکوي، فلانی کار ولې نه کوې، ته زما په کار کې څه کار لرې؟

زما پر نظام څه کار لرې؟ زما پر ملک څه کار لرې؟زما په وېشلو څه کار لرې؟ ته ولې موږ کې مداخلې کوې؟زه ستا د فرمایشاتو نه یم او نه دې فرمایشونه منم او نه یو قدم درسره مخته ځم،نه تعامل درسره کوم،نه پر دې شریعت باندې معامله درسره کوم، اوس دې د بمونو مور راباندې استعمال کړې چې بیخي راباندې د اټم بم هم استعمال کړې."

ملا هبت الله داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د طالبانو د حکومت مشروعیت په کور دننه او بهر له ننګونو سره مخ دی او تر اوسه د نړۍ هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د ملا هبت الله د خبرو نوره برخه د طالبانو په واکمنۍ کې د امنیت پر ټینګښت او په دولتي ادارو کې یې د فساد، اړیکو او "انډوال پاللو" پر مخنیوي متمرکزه وه.

همدارنګه د دوی له لوري یې پر عمومي عفوې ټینګار وکړ خو د طالبانو مشر طالب چارواکو ته لارښوونه وکړه چې له خپل سرو محکمو دې لاس په سر شي.

نوموړي وويل: "که عدالت وه بیا به بقا وي او که عدلت نه و، ظلم پیدا شو، خود خواهي پیدا شوه، مرګونه پیدا شول انتقامونه شروع شول، بې له محکمې وژنې وشوې،دا ملک به تباه کېږي."

جرګې ته رسنۍ او خبريالان هم نه پرېښودل کېږي
جرګې ته رسنۍ او خبريالان هم نه پرېښودل کېږي

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د بشر حقونو د بېلابېلو سازمانو له لوري په یو شمېر ولایتونو کې د خپل سرو محکمو او د پخواني حکومت د سرتېرو د وژنو او تري تم کولو راپورونه ورکول شوي دي.

که څه هم طالبانو په دغه ډول پېښو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې، انتخابات، سیاسي زعامت او جمهوریت دروغجنه مشرولي یاده کړه او وې ویل چې ټول باید له اوسني زعامت سره د ملاتړ ژمنه وکړي.

د ملا هبت الله د خبرو له پیل وړاندې د دغه غونډې مرستیال مولوي اسماعیل له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د لاسونو په پورته کولو سره د ''امیر المومنین '' په حیث له ملا هبت الله اخندزاده سره بیعت وکړي.

د طالبانو د حکومت له لوري د علماوو د ناستې نن دویمه ورځ ده او ټاکل شوې چې نن هم په دې غونډه کې دیني عالمان او قومي مشران چې دطالبانو پلویان دي په ګروپي شکل سره پر بېلابېلو موضوعاتو بحثونه وکړي.

XS
SM
MD
LG