د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د یوناما د سیاسي چارو مشر: طالبان په ډېرو مسایلو سره وېشل شوي


د طالبانو بيرغ
د طالبانو بيرغ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت "یوناما" د سیاسي چارو مشر سکاټ سمېت وايي، طالبان په ډېرو مسایلو سره وېشل شوي دي.

ښاغلي سیمټ زیاتوي، ټول طالبان غواړى چې د يو حکومت په توګه پاتى شي، خو دا چې څنګه د يو حکومت په توګه مخ‌ته لاړ شي، ترمنځ يى اختلاف شته.

د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمېت وايي، طالبان په ډېرو مسایلو د پرېکړې په اړه وېشلی نظر لري.

ښاغلي سمیت چې د بهرنیو اړیکو شورا په یوه بحث کې یې خبرې کولې، د بېلګې په توګه له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو پرېکړې ته اشاره وکړه چې په خبره یې،کابل او کندهار یې په اړه یوه خوله نه‌دي.

ښاغلی سمېت زیاتوي، د نجونو ښوونځيو پرانيستل هغه مسله ده چې يو شمېر جګپوړي طالب مشران یې په هڅه کې دي، خو د طالبانو یو شمېر نور مهم مشران یې مخالفت کوي او وايي، په دې اړه به وروستۍ پرېکړه په کندهار کې کېږي.

د طالبانو لخوا د نجونو د ښوونځيو دروازې بندول هغه پرېکړه ده چې په پراخه کچه يې د نړيوالو غبرګونونه راوپارول
د طالبانو لخوا د نجونو د ښوونځيو دروازې بندول هغه پرېکړه ده چې په پراخه کچه يې د نړيوالو غبرګونونه راوپارول

نوموړي ويلي:

"ټول طالبان غواړي چې د يو حکومت په توګه پاتې شي، خو دا چې څنګه د يو حکومت په توګه مخ ته لاړ شي، ترمنځ يې اختلاف شته.

اختلاف يې دا دى چې يوه ډله طالبان دې چې په تېرو لسو کلونو کې په دوحه کې له نړيوالې ټولنې سره ښکېل پاتې شوي او د نړيوالو له اندېښنو خبر دي. بله ډله يې جنګي ډله ده؛ نو کله چې تاسو د نجونو د ښوونځيو او د ښځو د مخ نه پټولو په باب ترې غوښتنه کوئ، د لومړۍ ډلې دليل دا دى چې په دې کار سره به دوى د خپلو جنګياليو اعتبار له لاسه ورکړي."

په سیاسي کچه د یوناما دا لوړ پوړی چارواکی د کندهار او حقاني ډلې ترمنځ هم اختلاف مني.

د طالبانو له ویاند ذبیح‌الله مجاهد مو په دې اړه وپوښتل، خو هغه ځواب را نه کړ، مګر له دې وړاندې طالب ویاندویانو او مشرانو یې په خپلو لیکو کې خپل‌منځي اختلاف رد کړی و.

خو د مې په ۲۲مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د نجونو د ښوونځیو د تړلو په اړه د طالبانو په پرېکړه نیوکه وکړه او ویې ویل، په افغانستان کې نجونې له ښوونځیو راګرځول د دې هېواد د نیمایي نفوس حق خوړل دي.

هغه په خپلو خبرو کې د طالبانو په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو پالیسو هم نیوکې کړې وې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی

له طالبانو د نړیوالې ټولنې غوښتنه همدا ده چې هر څه ژر له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي، پر ښځو لګول شوي محدودیتونه پای ته ورسوي، بشري حقوق په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته احترام وکړي، یو ټول‌‌ګډ‌ونه حکومت جوړ او تر خوا یې له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.

هغه غوښتنې چې د طالبانو د رژیم د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالو د وړاندیز شویو شرایطو په توګه مطرح دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت "یوناما" د سیاسي چارو مشر سکاټ سمېت هم دې ټکي ته اشاره کوي وايي، که طالبان غواړي په نړیواله کچه په رسمیت وپېژندل شي، باید د نړیوالو مشروع غوښتنې ومني.

هغه زیاتوي، د طالبانو لومړني پلا واکمني لږ تر لږه درېیو هېوادونو په رسمیت پېژندلې وه، خو اوس یې له واک نږدې لس میاشتې تېرېږي، خو هېڅ هېواد یې په رسمیت پېژندنې ته زړه‌ نه‌دی ښه کړی.

خو طالبان بیا وايي، هغه شرایط چې نړیوالو دوی ته وړاندې کړي د افغانستان کورني مسایل دي او تر خوا یې اوسنۍ جوړه شوې اداره همه‌شموله ده.

XS
SM
MD
LG