د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

سيف دې چلډرن: د پکتيکا زلزله ځپلي ماشومان به د ناوړه چلند ښکار شي


پکتيکا کې د زلزلې د سيمې انځور
پکتيکا کې د زلزلې د سيمې انځور

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې موسسې سیف دې چلدرن اندېښنه ښودلې چې د پکتیکا زلزله ځپلي ماشومان به د ناوړه چلند ښکار شي.

دې موسسې په یوه راپور کې ویلي چې د لسګونه ماشومانو مېندې او پلرونه مړه شوي او دوی یې له سختې زیانګالۍ سره مخ کړي.

سیف دې چلدرن د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې موسسې ویلي چې د افغانستان په جَنوب ختیځ کې زلزلې د ماشومانو حالت ډېر ترینګلی کړی.

دې موسسې پرون په یوه راپور کې ویلي چې د لسګونه ماشومانو مېندې او پلرونه په زلزله کې مړه شوي او دوی اوس بې سرپرسته پاتې دي.

سیف دې چلدرن زیاته کړې چې که د بې سرپرسته ماشومانو وضعیت ته پام ونه‌شي ګڼ به یې د سو استفادې له خطر سره مخ وي.

د دې موسسې د مشر کریس نیامندي په حواله راغلي چې زلزله ځپلي ماشومان عاجل او دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري څو د دې سختې پېښې د عواقبو له فشاره وژغورل شي.

د ملین جان په نوم د پکتیکا د سختې زلزلې یو زیانمن چې ګڼ نږدې خپلوان یې مړه او ټپیان شوي د خپلو ماشومانو په اړه سخت اندېښمن دی.

ملین جان د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: "که زموږ ماشومان په همدې وضعیت کې پاتې شي ژوند یې له سخت خطر سره مخ دی. د هغوی تعلیم او نور مسایل خو پرېږده. سخت اورښتونه او واورې کېږي دې سیمه کې او ژوند به یې په خطر کې وي. دا ناممکنه ده چې د پلاستیکي خېمو او څادرو لاندې و اوسیږو."

د وروستۍ زلزلې له امله د مړه شويو قبرونه
د وروستۍ زلزلې له امله د مړه شويو قبرونه

تېره چهارشنبه سهار وختي د افغانستان په جَنوب ختیځو سیمو په تېره بیا پکتیکا کې زوروره زلزله وشوه چې د روغتیا د نړیوال سازمان د یکشنبې د راپور له مخې ۱۰۳۶ کسان پکې وژل شوي او ۲۹۴۹ کسان ټپیان دي.

د لومړنیو راپورونو په اساس په وژل شویو کې ۱۲۰ تنه ماشومان یاد شوي خو له دې چې لا هم په سیمه کې تر خاورو لاندې شویو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي ویره ده چې د مړو په ارقامو کې د پام وړ بدلون راشي.

له زلزله ځپلو سره مرستې
له زلزله ځپلو سره مرستې

پکتیکا ته د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما مرستیال رامزالاکبروف هم وړمه ورځ سفر کړی وو چې له ګڼو کلیوالو او ترهېدلو ماشومانو سره یې له نږدې وکتل.

اکبروف وویل په دغو خلکو ډېره لویه پېښه تېره شوې او سخته اړتیا ده چې لاسنیوی یې وشي او دا د ټولو مسوولیت دی چې ورسره همکاري وکړي.

له اکبروف سره په لیدنه کې یو شمېر کلیوالو د عاجلو اړتیاو یادونه کوله چې یوه پکې ماشومانو ته رسیدګي وه.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندویه صندوق یونیسف او ګڼو نورو خیریه بنسټونه د پکتیکا زلزله ځپلو سره مرستې اعلان کړي چې پکې د ماشومانو لپاره د خوړو تیارې بستې، شیدي او د اوبو د پاکولو کلورین ټابلیټونه هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG