د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

څېړنه: نړۍ کې د هوا ککړتیا د انسانانو ژوند دوه کاله رالنډ کړی


د نوې ډيلي یوه څنډه
د نوې ډيلي یوه څنډه

د یوې نوې څېړنې نتیجه ښيي، چې که په نړۍ کې د هوا ککړتیا له هغه حده سره چې د روغتیا نړیوال سازمان ټاکلی، برابره شي انسانان په متوسط ډول دوه کاله زیات عمر کولای شي.

د هوا د ککړتیا په اړه د یوې ترسره شوې څېړنې نتیجه ښيي، چې په هوا کې مایکروسکوپي ککړې ذرې چې په سترګو نه لیدل کېږي او د فوسیولي سوند موادو د سوځولو له امله خپرېږي، په نړۍ کې د خلکو ژوند دوه کاله رالنډ کړی دی.

دغه څېړنه د شیکاګو پوهنتون د انرژۍ د پالیسۍ انستیتوت ترسره کړې او وایي، په ټوله جنوبي آسیا کې به یو سړی پنځه کاله زیات عمر وکړي که په هوا کې د ګټورو ذراتو اندازه د روغتیا د نړیوال سازمان پر معیار برابره شي.

د هند په اتراپردیش او بیهار ایالتونو کې چې تر درې سوه میلیونه کسان اوسي، د هوا د ککړتیا له امله چې اندازه یې پي ایم ۲،۵ مایکرونو پورې رسېږي، خلک تر ډېره د سږو او زړه پرناروغیو اخته کېږي او اټکلي ژوند تراتو کالو پورې رالنډوي حال دا چې په پلازمېنه نوې ډیلي کې د عمر لنډیدا بیا تریوې لسیزې پورې اټکل شوی دی. ۲،۵ مایکرون چې تقریباً د انسان د ویښته د قطرپه اندازه ده، د ساه اخیستو له لارې د انسان سږو ته ژور ننوځي او د وینې جریان ته داخلېږي.

ملګروملتونو په ۲۰۱۳ کال دغه اندازه د سرطان د یوه عامل په توګه طبقه بندي کړې وه.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په هوا کې د پي ایم ۲،۵ ککړتیا باید په هرو ۲۴ ساعتونو کې په هرمترمکعب کې تر۱۵ مایکرو ګرامو پورې ونه رسېږي.

د هوا کیفیت د ژوند شاخص په راپور کې مخکښې څېړونکې کریسټا هیسنکوف او همکارانو یې ویلي، چې پاکه هوا په ټوله نړۍ کې د انسانانو ژوند اوږدوي او که په دوامداره توګه په نړیواله کچه د هوا ککړتیا راکمه شي په متوسط ډول ژوند دوه کاله اوږدولی شی.

د دغې څېړنې له مخې پر هند سربېره چین، بنګله دیش، پاکستان او نیپال کې چې زیات نفوس لرونکي هېوادونه دي، هوا له هغه څه ډېره زیاته ککړه ده چې د روغتیا نړیوال سازمان ورته حد ټاکلی دی.

د دغې څېړنې له مخې د اغېز له پلوه د پي ایم ۲،۵ ککړه هوا له وخته مخکي د مړینو له نورو عواملو، تمباکو څکولو سره پرتله کېږي چې د الکول کارونکو پرتله یې مړینې درې چنده او د ایچ ای وي یا ایډس په پرتله یې مړینې شپږ چنده زیاتې دي.

XS
SM
MD
LG