د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره د چاپېریال ساتنې د ادارې نوي پلانونه!


آرشیف
آرشیف

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې د لویو ښارونو په ځانګړې توګه د کابل ښار د هوا د ککړتیا د کموالي او مخنیوي لپاره یې د ځانګړيو ژمنیو پلانونو تطبیقول پيل کړي دي.

وروسته له هغې چې د کابل د ککړې هوا په اړه راپورنه خپاره شول، اوس د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې له څو ورځو راهیسې یې په لویو ښارونو په ځانګړې توګه، د کابل ککړې هوا د مخنیوي لپاره یې د ژمنيو پلانونو د پلي کېدو کارونه پیل کړي دي.

د دغې ادارې د چاپېریال ساتنې د تفتیش او نظارت رئیس نیک محمد د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دغو پلانونو په پلي کېدو سره هڅه کېږي چې د کابل ښار په هوا کې ښه والی راشي.

آرشیف
آرشیف

ده وویل:

"دغه پلان ۱۱ هدفونه لري چې هر هدف یې څلور یا پنځه فعالیتونه دي چې په هغه کې اطلاع رسول، د اوبلن ګاز، برېښنا په برخه کې، له اصنافو څار، هغه ټرانسپورټي وسایط چې هوا ککړوي او یو شمېر نور فعالیتونه چې د چاپېریال د ککړتیا لامل کېږي، جدي څار په پام کې نیول شوی."

ښاغلي نیک محمد له خلکو وغوښتل چې د پلانونو په پلي کېدو کې د چاپېریال ساتنې له ادارې سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ( Aire Visual) په نامه د یوه امریکايي بنسټ د تازه څېړنې په اساس کابل د هوا د پاکوالي له امله د نړۍ په کچه ککړ ښار بلل شوی.

په دغه څېړنه کې ښکاري چې له کابل وروسته په ترتیب سره د پاکستان لاهور، د منګولیا باتوی، د بنګله دېش ډاکه، د هند کلکته او نوی ډهلی په نړۍ کې د ککړې هوا له امله ناولي ښارونه بلل شوي دي.

د دغې څېړنې په اساس د کابل ښار د ککړتیا عوامل د نفوسو زیاتوالی او په یوشمېر فابریکو کې د خرابو موادو موجودیت په ګوته شوي دي.

خو د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسؤلین د دغې امریکايي بنسټ څېړنه غلطه بولي او ټینګار کوي چې د پاکستان د لاهور او د هند د نوي ډهلي په پرتله، کابل ښار په ښه وضعیت کې دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د طبیعي منابعو او چاپېریال ساتنې کمېسیون د کابل ښار د ککړې هوا پړه د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د کارکوونکو په غاړه اچوي.

د دغه کمېسیون رئیس صفي الله مسلم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په واقعیت کې هغه کارونه چې د چاپېریال ساتنې ادارې پورې مربوطېږي، دوی نه دي توانېدلي چې ګټور کارونه وکړي، د چاپېریال ساتنې ملي اداره او د کابل ښاروالي د چاپېریال ساتنې ستر مسؤلیت لري او په دې برخه کې یې کارونه نه دي کړي."

نوموړی وايي، د دغو دواړو ادارو مسؤلین یې د ککړې هوا د ستونزو په هدف یاد کمېسیون ته ورغوښتي، خو د دغې ستونزې د حل لپاره ځانګړي او ګټور پروګرامونه یې نه درلودل.

په ورته وخت کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پخوانی مرستیال عبدالولي مدقق د دغې ادارې د ژمنيو پلانونو پلي کېدل مهم بولي او وايي چې هغه وخت زیاته ګټه لري چې له اړوندو ادارو او خلکو سره په همغږۍ هړ اړخیز پلي شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG