د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

د اقلیم بدلون سره مبارزه؛ اروپایي ټولنې خپل هر اړخیز پلان اعلان کړ


همداراز د لېږد رالېږد صنعت د لومړي ځل لپاره مکلف ګنل شوی دی چې د هوا د ککړتیا لپاره پیسې ورکړي.
همداراز د لېږد رالېږد صنعت د لومړي ځل لپاره مکلف ګنل شوی دی چې د هوا د ککړتیا لپاره پیسې ورکړي.

اروپایي ټولنې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره خپل هر اړخیز پلان اعلان کړ.

د اروپایي ټولنې کمېسیون د چهارشنبې (د چنګاښ ۲۳مه) په ورځ د هغو وسایلو په اړه خپل وړاندیزونه وکړل چې هوا تودوي. په دغو کې موټر، الوتکې، فابریکې او د کورونو د تودېدو وسایل شامل دي.

د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړیو هېوادونو پارلمان باید د دې هر شي په اړه چې وړاندیز یې شوی دی، په خپلو کې سلا مشورې وکړي او بیا پرېکړه وکړي. دا بهیر ښایي دوه کاله وخت ونیسي.

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزلا واندرلین وویل، اروپا لومړۍ نیمه وچه ده چې د اقلیم په برخه کې یو هر اړخیز پلان مطرح کوي.

د اروپایي کمېسیون مشره اورزلا واندرلین
د اروپایي کمېسیون مشره اورزلا واندرلین

دې زیاته کړه: "هدف ځانګړی دی او اوس خپل هدف ته د رسېدو لپاره د لارې نقشه وړاندې کوي."

په دې وړاندیزونو کې راغلې دي چې تر دوه زره پنځه دیرشم کال پورې دې د ډیزلي او پیترولي موټرو پر خرڅلاو بندیز ولګول شي.

ښایي دا وړاندیز د فرانسې او جرمني له مقاومت سره چې ډېر موټر تولیدوي، مخامخ شي.

دا وړاندیزونه د انرژۍ د تولید شرکتونه، هوایي کرښې او فابریکې مجبوره کوي چې د CO2- کاربن ډای اوکساید د خپرېدو په خاطر ډیرې پیسې ورکړي.

همداراز د لېږد رالېږد صنعت د لومړي ځل لپاره مکلف ګنل شوی دی چې د هوا د ککړتیا لپاره پیسې ورکړي.

د اروپایي ټولنې کمېسیون همدا راز غواړي چې د لومړي ځل لپاره پر پولو د کاربن پرسر مالیه کېږدي.

له اروپایي ټولنې بهر به د کاربن د صنعت تولیدونکي هېوادونه مکلف وي چې د کاربن ډای اکساید د تولید پیسې ورکړي.

په داسې حال کې چې اروپایي ټولنه د نړۍ اته فیصده ګلتوني ګازونه تولیدوي، غواړي چې د زرغون اقتصاد مخکښه شي.

دا ټولنه هیلمنه ده چې د ګلتوني ګازونو د خپرېدو کچه له نولس سوه نویمه تر دوه زره پنځه دیرشم پورې پنځه پنځوس په سلو کې راکمه کړي او تر دوه زره پنځوسم کال پورې دا کچه صفر ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG