د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

په تخار کې د داعش ډلې د ۸ غړو د وژلو ادعا وشوه


د تالقانو د ښار یوه څنډه
د تالقانو د ښار یوه څنډه

که څه هم طالبان په افغانستان کې د خپلې کومې مخالفې ډلې حضور نه مني، خو طالبانو پرون په تخار کې د داعش ډلې د ۸ غړو د وژل کېدو ادعا وکړه.

د تخار ولایت په مرکز تالقان کې دغه جګړه پرون ماسپښین شوې، چې طالبان یې په نتیجه کې د داعش ډلې د ۸ غړو د وژل کېدو ادعا کوي، خو خپل لوري ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.

طالبان وايي، عملیات د دوی استخباراتو د تخار د مرکز تالقان په څلورمه حوزه کې د داعش ډلې پر یوه مرکز کړي دي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، د «بهرنیو فتنه ګرو» د تمویل، تجهیز او روزنې پر مرکز د ده په ټکو عملیات شوي، چې په نتیجه کې یې د مجاهد په خبره د خوارجو د مهم قوماندان یونس ازبکستاني په ګډون ۸ کسان وژل شوي دي.

د تخار ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس انصار الله انصاري بیا وژل شوي کسان د داعش ډلې غړي بولي."

هغه وویل: د داعش په نوم د فتنه ګرې او بلواګرې ډلې غړو غوښتل چې د خلکو امن ګډوډ کړي، له نېکه مرغه د کشفي او امنیتي ځواکونو له خوا پر ساحه عملیات وشول، چې په نتیجه کې ۸ کسان ووژل شول او ۳ تنه یې اسیران شول."

تر دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی و، چې دا جګړه په خپله د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ شوې او په نتیجه کې یې ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي خبریالان وايي، د دې جګړې له کبله چې څه باندې درې ساعته یې دوام وکړ، د څه وخت لپاره د تخار- بدخشان لویه لار تړلې وه.

که څه هم طالبانو په وار- وار ویلي چې دوی پر ټول افغانستان کنټرول لري او د ځان په وړاندې یې هر ډول تحرکات ځپلي، خو په تخار کې پر دغسې مرکز د طالبانو عملیات ایا دا نه ثابتوي، چې په افغانستان کې لا هم د طالبانو په وړاندې ځینې وسله وال تحرکات شته؟

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي د دوی په وړاندې هېڅ ډول مقاومت نه شته.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

هغه وویل: "زموږ په وړاندې کوم لوی مقاومت نه شته، نه کومه لویه جبهه شته. د دښمن فزیکي حضور لا نه شته. ځینې هغه کړۍ چې داعش ته منسوبې دي، کله- کله یونیم مزاحمت پېښ کړي. یا هغه خلک چې د مفسدینو او باغیانو له ډلې وي، که کوم کوچنی مزاحمت پېښ کړي، دا په هر هېواد کې وي. له دې موږ کومه وېره او تشویش نه لرو."

که څه هم د طالبانو ویاند وايي، د وسله وال مقاومت او مزاحمت په اړه تشویش نه لري، خو د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د طالبانو په وړاندې د وسلوالې مبارزې راپورونه هم ورکړل شوي او ځینې ډلې له دې جملې د مقاومت جبهه، د افغانستان د خپلواکي اسلامي او ملي تحریک او نورې ډلې وخت ناوخت د طالبانو په وړاندې د خپلو عملیاتو او غلچکيو بریدونو خبر ورکوي.

XS
SM
MD
LG