د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

د داعش د لېږد په اړه د روسیې د ولسمشر څرګندونې او د طالبانو غبرګون


د داعش جنګیالي
د داعش جنګیالي

له سوريې او عراقه افغانستان ته د داعش د تجربه لرونکو او روزل شوېو وسله والو د لېږد په اړه د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له اندېښنې وروسته طالبان وايي، د دې ادعا د اثبات لپاره هېڅ شواهد نشته.

د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي د دغه تورونو په ردولو سره د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له منځني ختیځه افغانستان ته د داعش د غړو د لېږدولو هېڅ فرصت وجود نه لري: "موږ دا نه تاییدوو. تاسو پوهېږئ چې له منځني ختیځه افغانستان ته غځېدلې لارې خورا ستونزمني دي او د دوی د راتګ او را انتقالولو هېڅ امکان وجود نه لري. اسلامي امارت د افغانستان په ټولو برخو بشپړ کنټرول لري او هېڅ کومه نقطه د کومې ډلې تر کنټرول لاندې نه ده. "

د ښاغلي کریمي په وینا، داعش ډله د افغانانو په منځ کې ځای نه لري او طالب ځواکونه به په خپل ټول قوت سره د داعش د فعالیتونو پر وړاندې ودرېږي.

دی وايي، هرڅه اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روانې اوونۍ چهارشنبې په ورځ د ګډو ګټو غړو هېوادونو د امنیتي سازمانونو د مشرانو په غونډه کې وویل چې د داعش عملیاتي تجربې لرونکي خلک له عراق او سوریې افغانستان ته رالېږل کېږي.

ښاغلي پوتین وویل، افغانستانه د احتمالي ګواښونو له منځه وړل د ګډو ګټو غړو هېوادونو د امنیت لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د دې سازمان غړي هېوادونه د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونه دي.

له بلې خوا، د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت تړون سازمان مشر جنرال اناتولي سیدوروف په دې غونډه کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې وروستي تحولات او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته بېلابېل عوامل په منځنۍ اسیا کې د بې ثباتۍ لامل شوي.

د ډله ییز امنیت تړون سازمان د غړو هېوادونو په دغه انلاین غونډه کې د ارمنستان، تاجکستان ، قزاقستان ، قرغیزستان، روسیې او بېلاروس د دفاع وزارت چارواکو برخه اخیستې وه.

په همدې حال کې د ډله ییز امنیت سازمان یو شمېر غړي هېوادونه او د افغانستان د شمال ګاونډي هېوادونه به یوه اوونۍ وروسته د اکتوبر په ۲۲ او ۲۳ مه د افغانستان او تاجکستان پولې ته نږدې پوځي تمرینات پیل کړي.

په دې وروستیو کې د ازبیکستان په ګډون د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي او په سیمه کې یې د داعش شتون او بې ثباتۍ په اړه جدي اندېښنې څرګندې کړي، خو له طالبانو یې غوښتي چې اجازه ورنه کړي چې له افغانستانه د دوی هېوادونو ته کوم ګواښ متوجه شي.

خو طالبان وايي، هېڅ ډله په افغانستان کې ځای نه لري او له افغانستانه به کوم ګواښ نورو هېوادونو ته ونه رسېږي.

له بلې خوا، مسکو اعلان کړی چې په راتلونکي اوونۍ کې د اکتوبر په ۲۷ مه به د طالبانو او افغان سیاسي ډلو سره د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه توب وکړي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د دوی د حضور په اړه وروستۍ پریکړه لا نه ده شوې.

په ورته وخت کې وروسته له هغې چې طالبانو د افغانستان کنټرول په لاس کې واخېست، داعش ډلې د کابل، ننګرهار او کندز په ګډون د افغانستان په څو ولایتونو کې بېلابېل بریدونه ترسره کړل.

د اګسټ په وروستیو کې د کابل په هوایي ډګر او د اکتوبر په لسمه د کندز په یوه جومات د بریدونو له امله په لسګونو کسان ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG