د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

طالبان: داعش افغانستان ته لوی ګواښ نه دی، سرخوږی نه شي جوړولی


داعش وسله وال
داعش وسله وال

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، پر دوی د داعش ډلې بریدونو زور اخیستی.

طالبان وايي، پرون د پروان په چاریکارو کې د دوی پر امنیتي ځواکونو د داعش ډلې له‌خوا د سړک غاړې ځای پر ځای شوی ماین چاودنه کې ۲ طالب عسکر ووژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو له قوله، له چاودنې وروسته یې په سیمه کې عملیات وکړل او هلته یې د داعش یو پټن‌ ځای د دوی له یو شمېر وسله‌والو سره یو ځای له‌منځه یوړ، خو داعش ډلې تر اوسه د چاریکارو د ماین چاودنې د پېښې مسوولیت نه دی منلی.

له دې وړاندې د افغانستان په ختیځ ننګرهار او کونړ کې هم داعش د طالبانو د امنیتي ځواکونو موټرونه په نښه کړي وو، خو پر افغانستان له واکمنۍ وروسته یې د دې هېواد په شمال کې د طالبانو ضد لومړی تحرک دی چې سرتېرو ته یې مرګ ژوبله ور اړوي.

د دغو بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی و.

خو طالبان له ټولو سره- سره، داعش د خپل حکومت او افغانستان لپاره لوی ګواښ نه بولي.

د طالبانو په مشرۍ د حکومت د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، د دوی ځواکونه د هغوی پر وړاندې چې امنیت خرابوي جدي دي او په تدریجي ډول به د نا امنۍ دا ډول پېښې صفر ته راښکته شي.

ښاغلي کریمي زیاته کړه: "د اسلامي امارت پر وړاندې په هېواد کې اوس‌مهال هېڅ ډول ګواښ او تهدید نه‌شته. دلته هېڅ ډول تحرک او پدیده حضور نه لري او په کوم ځای کې چې کومو فتنه‌ګرو ځینو ځایونو کې یې ځانونه پټ کړي دي او د شوم عمل اراده وکړي، د اسلامي امارت ځواکونه هلته ژر ځانونه رسوي."

په وروستیو کې په افغانستان کې د داعش ډلې تر ټولو خونړۍ برید، د اګسټ میاشتې په ۲۶مه نېټه د کابل پر هوايي ډګر و، چېرته چې نږدې ۱۷۰ تنه ملکي افغانان او ۱۳ امریکايي عسکر په کې ووژل شول.

له هغې وروسته، دې ډلې د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د طالبانو په موټرو دوه چاودنې وکړې او تر خوا یې په کونړ کې هم تېره اوونۍ د طالبانو د کانونو او پټرولیم د رییس موټر په نښه شو.

شنونکی عبدالباري عارض وايي، داعش په افغانستان کې شته، خو د طالبانو حکومت نه شي ننګولی.
شنونکی عبدالباري عارض وايي، داعش په افغانستان کې شته، خو د طالبانو حکومت نه شي ننګولی.

خو ایا رښتیا هم داعش د افغانستان او د طالبانو د واکمنۍ لپاره ستره ننګونه نه ده؟

د چارو شنونکي مني چې داعش په افغانستان کې شته، خو په خبره یې په دومره لوی قوت کې نه دي چې د طالبانو حکومت وننګوي.

شنونکي عبدالباري عارض ازادي راډیو ته وویل: "داعش په افغانستان کې موجود دی، خو په ډېره ټېټه سطحه، په داسې سطحه چې نه شي کولی طالبانو ته ستونزه جوړه کړي. طالبانو نوی حکومت جوړ کړی او په هغې کې بوخت دي. که دا ستونزې نه وای، د داعش نوم به له افغانستان پاک شوی وای."

تر ډېره داعش د طالبانو پرضد له هغو جنګي تاکتیکونو کار اخلي چې دې ډلې د مخکنیي حکومت چارواکي او نظامیان پرې په نښه کول.

امنیتي کارپوهان دا ډول بریدونه د چریکي جګړو یوه بریالۍ تجربه بولي او په خبره یې، کولی شي چې موخه تر لاسه او له فزیکي امنیت سربېره، د خلکو رواني امنیت هم زیانمن کړي.

XS
SM
MD
LG