د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

ورزشکاران: طالبانو راڅخه د ورزش کولو پر مهال د بدن د ټولو غړو پټولو غوښتنه کړې


ارشيف
ارشيف

د بدن د ښکلا برخې یو شمېر وزرشکاران وايي، طالبانو ترې غوښتي تر څو د ورزش کولو پر مهال د بدن ټول غړي پټ کړي.

دوي وايي، دغه امر ورته د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لخوا ورکړل شوی.

محمد چې له تیرو څلور کلونو راهیسې په کابل کې د بدن د ښکلا (جیم) په برخه کې ورزش کوي د طالبانو له وروستي اقدام ناخوښ دی او وايي چې په نارینو هم د محدویتونو لړۍ پیل شوه.

د هغه په خبره، د طالبانو دغه ډول محدویتونه له ورزش د ځوانانو زړه توروي او دا د ورزش لپاره د خطر یو زنګ دی.

نوموړي وويل: "هغه ځای کې چې موږ ورزش کوو هلته ټول نارینه دي، خو د طالبانو دغه ډول غوښتنې هیڅ دیني اړخ نه‌لري او دغه ډول چارو ورزشکارانو ته زیاتې ستونزې پیدا کړي."

ارشيف، د ۲۰۲۱ کال د بدن د ښکلا سيالۍ
ارشيف، د ۲۰۲۱ کال د بدن د ښکلا سيالۍ

اوس پوښتنه دا ده چې د بدن ښکلا د برخې ورزشکاران باید څه ډول جامې وکاروي؟

د یو شمېر شخصي کلپونو مسولان له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، دوی ته د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لخوا ویل شوي چې د بدن د ښکلا برخې ورزشکاران باید داسې جامې ونه کاروي چې په هغې کې زنګونونه او له نامه ښکته برخې پټې نه وي.

ددغو کلپونو مسولانو ونه غوښتل چې نومونه یې په راپور کې خپاره شي.

ددغه ورزش یوشمېر روزونکي بیا وايي، د بدن ښکلا په تېر پړاو سیالیو کې ورزشکارانو د پردې تر شا د داورانو په حضور کې خپلې سیالۍ وکړې او پای لوبه بیا د هغه جامو په وسیله وشوه چې طالبانو یې غوښتنه کړې وه.

ددغه روزنکو اندېښنه ده چې نه‌شي کولای په دغه ډول جامو سره نړېوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

مهدي چې په کابل کې د ښونې او روزنې له پوهنځي فارغ شوی له تېرو څو کلنو راهسې ورزش کوي وايي، په دغه ورزش کې ورزشکار باید د خپل د بدن هغه برخې نندارې ته وړاندې کړي چې له تېرو څو کلنو راهیسې يې ورته کار کړی.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "په دغه ورزش کې ورزشکار باید هر شېبه د تمرین پر مهال دخپل بدن ځینې برخې وګوري او په دې باید پوه شي چې تغیر په کې راغلی کنه، په دې باید پوه شي چې اول څه ډول و اوس څه ډول دی."

کابل د نجونو لپاره ورزشي کلبونه هم فعاله وو چې اوس تړل شوي دي.
کابل د نجونو لپاره ورزشي کلبونه هم فعاله وو چې اوس تړل شوي دي.

موږ هڅه وکړه چې په دې د طالبانو د حکومت نظر واخلو خو ددوی ویاندویانو زموږ اړیکې راځواب نه‌کړې.

له دې وړاندې طالبانو په ملي المپیک کمېټه کې هغه افغان مېرمنې چې ورزش کوي منع کړې وې او تر اوسه يې دوی ته د ورزش کولو اجازه نه‌ده ورکړې.

د خپاره شویو معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې له زرو زیات خصوصي کلپونه شته چې په دې کې د بدن ښکلا د برخې مینه‌وال زیات دي.

XS
SM
MD
LG